د امریکاقانون ماتونې له نړیوالې ایټمی موافقې سره نه دریږی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i84392-د_امریکاقانون_ماتونې_له_نړیوالې_ایټمی_موافقې_سره_نه_دریږی
جواد ظریف زیاته کړې ، که یو هیواد د عادت له مخې دقانون خلاف ورزۍ ته مخه کړی ، نو هغه وخت به دقانون دحاکمیّت شاهدان نه وو او نړیواله ټولنه به له اړۍ ګړۍ سره مخامخ شی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 03, 2019 10:07 Asia/Kabul
  • د امریکاقانون ماتونې له نړیوالې ایټمی موافقې سره نه دریږی

جواد ظریف زیاته کړې ، که یو هیواد د عادت له مخې دقانون خلاف ورزۍ ته مخه کړی ، نو هغه وخت به دقانون دحاکمیّت شاهدان نه وو او نړیواله ټولنه به له اړۍ ګړۍ سره مخامخ شی .

 زمونږ خبریال راپورراکړ  داسلامی ایران خارجه وزیر محمد جوادظریف  له رشیا ټوډې خبری چینل سره په خصوصی خبرو کې  وئیلی دی ، اروپایان دې پوه شی ، چې  د قانون ماتونې لپاره  د امریکا تنده اولوږه  د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې  په خلاف ورزۍ سره  نه  ختمیږی .

  جواد ظریف چې  ماسکو ته په رسمی سفر تللی ، بیګا ئې   په دغو خصوصی خبرو کې  له ایران سره د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې  ته د اروپائی لورو پر پابندۍ په ټینګار سره  وئیلی اروپایان باید پوه شی ، چې د نړیوالو قوانینو  دخلاف ورزیو لپاره د امریکا سپیرۀ اقدامات  په هر ځای او هرچرته چې ئې  ګټې وی ،  له جامعې نړیوالې ا یټمی موفاقې سره  نه دریږی .

   د ایران خارجه وزیر د آب وهوا دبدلون دتړون  او د مینځ واټنه ایټمی وسلو  د تړون په شمول  دامریکا له خوا  دنړیوالو ژمنتیاؤ  خلاف ورزیو ته په اشارې سره  ووئیل ،  د امریکا دغه اقدامات  به  د دوی دخپلو ګټو په لړ کې هم نه وی.

  جواد ظریف  زیاته کړې ، که یو هیواد  د عادت له مخې  دقانون خلاف ورزۍ ته مخه کړی ، نو هغه وخت  به دقانون دحاکمیّت  شاهدان نه وو  او نړیواله ټولنه به له اړۍ ګړۍ سره مخامخ شی .