د اټومی تړون په هکله سمدستی څه نشو ویلی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i84406-د_اټومی_تړون_په_هکله_سمدستی_څه_نشو_ویلی
ایرنا خبری اژانس وایی دایران دبهرنیو چارو وزیر جواد ظریف دې ته په اشارې سره چې اټومی تړون نه دی مړ شوی او اوس زر دی چې دهغه په هکله څه ووایو زیاته کړه له بده مرغه اروپایی هیوادونه ونه توانیدل په دې زمینه کښې په خپلو ژمنوعمل وکړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 04, 2019 02:12 Asia/Kabul
  • دایران اسلامي جمهوریت د خپلو تیلو دخرڅولو لپاره له هر اوزاره استفاده کوي او د امریکا دباونو ته به تسلیم نشي .
    دایران اسلامي جمهوریت د خپلو تیلو دخرڅولو لپاره له هر اوزاره استفاده کوي او د امریکا دباونو ته به تسلیم نشي .

ایرنا خبری اژانس وایی دایران دبهرنیو چارو وزیر جواد ظریف دې ته په اشارې سره چې اټومی تړون نه دی مړ شوی او اوس زر دی چې دهغه په هکله څه ووایو زیاته کړه له بده مرغه اروپایی هیوادونه ونه توانیدل په دې زمینه کښې په خپلو ژمنوعمل وکړی .

هغه د روسیې له «رشیا ټوډې »ټیلی ویژن سره په مرکه کښې وویل اروپایی هیوادونو داټومی تړون کافی ملاتړ ونکړ او ددغه سترې ډیپلوماسۍ بریا د ساتلو لپاره مشارکت او د ریسک منلو ته چمتو نه وو .

دایران خارجه وزیر جواد ظریف وویل اروپایی هیوادونه باید پوه شی چې د نړیوالو قوانینو په خلاف ورزۍ کښې د امریکا زیات غوښتنه او مقام غوښتنه هیڅکله اټومی تړون نه دروی .

ظریف وویل که چیرې اروپایی هیوادونه ونه توانیږی خپلې ژمنې اجرا کړی دامریکا په شمول به مونږ ټول بایلونکی وو وویل  په نورو هیوادونو د برید لپاره د وسلې په توګه د ډالر او د امریکا د اقتصاد په بروالی د واشنګټن ټینګار  به د دغه هیواد د نابودۍ سبب شی .

هغه په فارس خلیج سیمه  کښې دبهرنیو عسکرو د شتون په هکله وویل په فارس خلیج کښې د پوځی شتون زیاتیدا به د امنیت  پیاوړتیا سبب نشی بلکې د  بې ثباتۍ د ډیریدا سبب کیږی .

هغه په دې خبرې ټینګار سره چې له ایران پرته امنیت ته نشو رسیدلی وویل دایران اسلامی جمهوریت د سیمې ترټولو ستر قدرت دی او هیڅ هیواد به ونه توانیږی دغه مسله بدله کړی .

جوادظریف د ایران دتیلو دخرڅولو په هکله دامریکا د بندیز په هکله وویل دایران اسلامی جمهوریت د خپلو تیلو دخرڅولو لپاره له هر اوزاره استفاده کوی او د امریکا دباونو ته به تسلیم نشی .