اسلامی ایران به دژمنتیاؤ دکمولودریم ګام دجمعې په ورځ پورته کړی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i84422-اسلامی_ایران_به_دژمنتیاؤ_دکمولودریم_ګام_دجمعې_په_ورځ_پورته_کړی
داسلامی ایران ولسمشر وئیلی دی ،د ایران دایټمی انرژۍ اداره د څیړنو او پراختیا په زمینې کې په جامعې نړیوالې ایټمی موافقې کې درستې ژمنې څنګةکوی او د نوو ډول ډول سنټرفیوژونو په زمینې کې د څیړنو او ترقۍ پراختیا او هرهغه څه چې د یورانیمو دپخولو لپاره ئې اړتیا وی ، په چټکۍ سره ترسره کړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 05, 2019 00:49 Asia/Kabul
  • اسلامی ایران به دژمنتیاؤ دکمولودریم ګام دجمعې په ورځ پورته کړی

داسلامی ایران ولسمشر وئیلی دی ،د ایران دایټمی انرژۍ اداره د څیړنو او پراختیا په زمینې کې په جامعې نړیوالې ایټمی موافقې کې درستې ژمنې څنګةکوی او د نوو ډول ډول سنټرفیوژونو په زمینې کې د څیړنو او ترقۍ پراختیا او هرهغه څه چې د یورانیمو دپخولو لپاره ئې اړتیا وی ، په چټکۍ سره ترسره کړی .

زمونږخبریال راپورراکړ  داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی  بیګا  دایران د درو واړو قواؤ  دمشرانو  دغونډې په پای کې  وئیلی دی ،د ایران اسلامی جمهوریت به په جامعې نړیوالې ایټمی موافقې  کې د ځپلو ژمنتیاؤ د کمولو په  اړه خپل دریم ګام  د جمعې په ورځ پورته کړی او  ددغه ګام په  چوکاټ کې  د ایټمی انرژۍ   اداره  باید  هر هغه څه چې  ایران  ئې د ایټمی ټیکنالوجۍ د څیړنو اوپراختیا په زمینې کې ضرورت ګڼی  ترسره کړی .

 داسلامی ایران ولسمشر  وئیلی دی ،د ایران  دایټمی انرژۍ اداره  د څیړنو او پراختیا  په زمینې کې   په جامعې نړیوالې ایټمی موافقې  کې درستې ژمنې څنګةکوی او د نوو ډول ډول سنټرفیوژونو په زمینې کې د څیړنو او ترقۍ پراختیا او هرهغه څه چې  د یورانیمو دپخولو  لپاره  ئې اړتیا وی ، په چټکۍ سره  ترسره کړی .

Image Caption

 

 ډاکټر حسن روحانی له علی لاریجانی  او ابراهیم ریسی سره یو ځای پخپلې وینا کې  ووئیل  د څیړنو اوپراختیا لپاره  په جامعې نړیوالې ایټمی  موافقې کې درست  زمان بندۍ  له جمعې ورځې راهسې په بشپړ ډول  لیرې کیږی  او هر هغه څه چې  ایران   ورته د ټیکنالوجۍ او ایټمی ټیکنالوجۍ  په زمینې کې  دتخنیک اوپرمختګ  له پلوه  اړتیا لری ،  د ایټمی انرژۍ د نړیوال آژآنس  په څارنې سره  او د  سوله ایز حرکت په چوکاټ کې به ئې ترسره کړی .

 هغه ووئیل  د ایران اقدامات  به  د ایټمی انرژۍ دنړیوال آژانس  دمقرراتو په چوکاټ کې وی  او  د اروپایانو لپاره  نور شپیته ورځی مهلت شته  او هرکله  خپلو ژمنو ته وګرځی ، ایران  به هم په نړیوالې ایټمی موافقې کې  خپلې ژمنتیاوې ترسره کړی . 

 داسلامی ایران  ولسمشر د ایټمی خبرواترو بحث ته هم اشاره کړې او وئیلی ئې دی،امریکایان له شپاړسو میاشتو مخکې راهسې  درې  موخې تعقیبولې  چې دهغوی  مهمه اولومړنۍ موخه د نظام بدلول ؤ او دوهمه موخه ئې  هم دا وه چې که ونه توانیږی ، لومړنۍ موخه ترلاسه کړی ،نو  دایران داسلامی جمهوری  نظام  دکمزوری کولو لپاره  لاس په کار کیږی .

 حسن روحانی روښانه کړېد امریکایانو دریم هدف داؤ چې خبرې اترې هماغه شان چې ئې پخپله غواړی،پر ایران وتپی ،داسې خبرې اترې چې پر ایران له سختو بندیزونو سره یو خای وی ،څو پّ دې توګه  د چنې وهلو قدرت ئې زیات وی .خو هیڅ په لاس  ونه رغلل  او بیا به هم همداسې ناکام وی .