ورځپاڼو ته دکتنې پروګرام
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i84428-ورځپاڼو_ته_دکتنې_پروګرام
د تهران راډیو ګرانو اوریدونکو ښې چارې اوس به ورځپاڼو ته دکتنې پروګرام درته وړاندې کړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 05, 2019 07:55 Asia/Kabul
  • حسن روحاني د اټومي ژمنو د کمولو دریم (۳) ګام له هیڅ ډول محدودیت پرته په اټومي برخه  کښې د تحقیق او دپراختیا ترسره کول  وباله .
    حسن روحاني د اټومي ژمنو د کمولو دریم (۳) ګام له هیڅ ډول محدودیت پرته په اټومي برخه کښې د تحقیق او دپراختیا ترسره کول وباله .

د تهران راډیو ګرانو اوریدونکو ښې چارې اوس به ورځپاڼو ته دکتنې پروګرام درته وړاندې کړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ .

نن به لومړۍ دتهران چاپ کیهان ورځپاڼه ولولو .

د افغانستان د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل وړمه شپه یې   د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کښې د امریکا په ترټولو سترې پوځی اډې برید کړی دی .

سی این این ټیلی ویژن راپور ورکړ دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تیرو شپږو(۶) اونیو کښې درې سوه اتویشت (۳۴۸) ځله دروغ ویلی دی چې دا په خپله یو(۱) نوی ریکارد(Record) ګڼل کیږی .

ترکیې په خپل هیواد  کښې له  دوه (۲) کاله مخکې ناکامه کودتا وروسته اوس هم په کودتا کښې په ګډون د شکمنو کسانو نیولو او محاکمه کولو ته دوام ورکړی .

دترکیې حکومت یوڅلویښت(۴۱) څنګ ته کړی شوی ښاروالان په دوه سوه اوه دیرش(۲۳۷) کاله زندان محکوم کړل .

اسرائیلو له روسیې سره ژمنه وکړه چې نور په سوریې کښې د لبنان حزب الله په ګټو برید نه کوی .

صهیونیسټ رژیم دغه راز له روسیې څخه غوښتی دی په نیواکی فلسطین د لبنان د حزب الله غورځنګ د راتلونکو حملو د مخه دنیولو او دجنګ مخکنیو قواعدو او په تیره بیا دملګروملتونو د ۱۷۹۱ پریکړه لیک ته د خپلې بیا پاې بندۍ په هکله مینځګړیتوب وکړی .

دترکیې اناتولی خبری اژانس ایشوا کړه چې دامریکا پوځیان همدا اوس د سوریې په شمال ختیځ کښې اوه سوه (۷۰۰) ټروریسټانو ته چې اکثره یې د  اروپایی هیوادونو ښاریز دی د روزنې د ورکولو په حال کښې دی .

د یمن دانصار الله مشر عبدالمک الحوثی د متحده عربی اماراتو حکومت ته سپارښتنه وکړه په یمن د حملو د بندولو په ادعا کښې رښتیونی ووسی چې ددغه جنګ په پایلو په امان کښې ووسی .

د بحرین د کورنیو چارو وزیر راشد بن عبدالله ال خلیفه د امام حسین علیه السلام د ماتمیانو لپاره سره کرښه وکاږله او هغوې ته دګواښ په ترڅ کښې یې ټینګار وکړ بحرین به هیڅکله اجازه ورنکړی چې د عاشورام په مراسمو کښې ګډون کونکی کسان سیاسی شعارونه ورکړی .

د کلمبیا د پوهنتون مشر وویل دامریکا استخباراتی ادارې  دبهرنیو محیصلینو په هکله د جاسوسۍ لپاره دهیواد په پوهنتونونو دباونه اچوی .

داسرائیلو یوه (۱)لیکوال او شناند نداف هعتسنی په لویدیځې غاړې کښې د صهیونیسټ رژیم د عملیاتو د زیاتیدا او ددغو بریدونو په مخه نیولو کښې د نیواکګر رژیم د پوځ د بې وسې خبر ورکړی دی .

روسیې ته د عراق د الحشد الشعبی د مشر فالح الفیاض له سفر او په ماسکو کښې د روسیې له چارواکو سره دهغه له کتنې سره په یووخت دعراق دپارلمان د دفاع او دامنیت دکمیسیون غړی کریم المحمداوی وویل بغدا له امریکا سره دپوځی  اړیکو د غوڅولو  هڅه کوی .

اوس به د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼه ولولو .

دایران ولسمشر حسن روحانی د اټومی تړون له لورو  سره د تهران خبرې اترې مخ په وړاندې وبللې او په دې خبرې سره  چې له اروپا سره په خبرو کښې د اختلافاتو د مهمې برخې له حل کیدا سره سره تراوسه نهایی موافقې ته نه یو رسیدلی .

حسن روحانی وویل په دریم (۲) ګام کښې د ایران داټومی انرژۍ د ادارې فعالیت نور هم پسې ګړندی کیږی  .

د لبنان یوې(۱) ورځپاڼې د ډیپلوماټیکو سرچینو په قول ایشوا کړه صهیونیسټ رژیم له روسیې سره ژمنه کړی ده نور د لبنان په حزب الله برید نه کوی .

په داسې حال کښې چې د لنډواټنه اټومی توغندیو له تړون ایی این ایف ( Intermediate-Range Nuclear Forces Treaty ) څخه د امریکا او د روسیې له وروسته د دواړو هیوادونو ترمینځ تاوتریخوالی دوام لری روسیې  د امریکا لخوا د کروز توغندی ازمویلو ته په غبرګون کښې یو(۱) بلاسټیک توغندی په بریالیتوب سره  وزمویه .

د فلسطین دبهرنیو چارو وزارت نیواکی «الخلیل» ښار ته د صهیونیسټ رژیم د لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د سفر په هکله په عبری ژبې رسنیو کښې خپاره شوی خبرونه وغندل .

د سوریې پوځ په حمیمیم (Khmeimim Air Base) هوایی اډې د ترهګرو ډلو د بې پایلوټه الوتکې برید ناکامه کړ .

د بحرین د کورنیو چارو وزیر راشد بن عبدالله ال خلیفه په یوه (۱) غلیمانه اقدام کښې په هیواد کښې دحضرت امام حسین علیه السلام ماتمیانو ته ګواښ ورکړ او ویې ویل ال خلیفه رژیم هیڅکله اجازه نه ورکوی د عاشورا په مراسمو کښې ګډون کونکی سیاسی شعارونه ورکړی .

د سوډان د انتقالی حکومت لومړی وزیر عبدالله حدوک د ترهګرو ډلو د ملاتړ له فهرست څخه د «خارطوم» د نوم د حذفولو لپاره د امریکا له حکومت سره د پراخو تفاهمو د لاسلیک کیدا خبر ورکړ .

د رابرټ فین ، د رونالډ نیومین ، د ویلیم ووډ  ، د رایان کروکر او د جیمز کانینګهام په شمول په افغانستان  کښې د امریکا نهو (۹) پخوانیو ډیپلوماټانو په یوې (۱) خبرپاڼه کښې له دغه هیواد څخه د واشنګټن د  پوځیانو له وتلو وروسته د کورنی جنګ درامینځته کیدا په هکله خبرداری ورکړ .

د ملګروملتونو سرمنشی انتونیو ګوتریش یوځل بیا دهغو کسانو د سزا کیدا غوښتنه وکړه چې د سعودی عربستان د خبریال« جمال خاشقچی» په وژلې کښې لاس لری .

د عراق د کردستان سیمې د حکومت چارواکو په یوې (۱) غونډې کښې بغداد ته ددغه سیمې د تیلو د عایدو له سپارلو سره موافقه وکړه چې د عراق له مرکزی حکومت سره د اختلافاتو دحل لپاره لاره پیدا کړی .

د عراق پوځ او الحشد الشعبی ولسی ځواکونو د الانبار ولایت په «البغدادی» جزیرې کښې د داعش ترهګرې ډلې د غړو د تعقیبولو لپاره خپل پوځی عملیات پیل کړل .

د انګلستان دپارلمان استازیو  داسې پلان ته رایې ورکړې چې پکښې له اروپایی اتحادیې د لندن وتل د حکومت له کنټرول څخه وتلی او دغه چاره د پارلمان استازیو ته ورسپارل کیږی .

ملګروملتونو یوځل بیا د سعودی عربستان دائتلاف لخوا د یمن د ظالمانه کلابندۍ او د څاروی ډوله حملو په دلیل د یمن د ګډوډو حالاتو په خواشینونکی بللو سره وویل د یمن دکابو څلورویشتو (۲۴) میلیونو خلکو ژوند په خطر کښې پریوتلی دی او هغوې سمدستی بشری مرستو ته ضرورت لری .

دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لندن د ښاروال «صادق خان» وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کښې هغه ( صادق خان) ډیر نالایق او بد سړی وباله او له صادق خان  یې وغوښتل چې دامریکا په چارو کښې لاسوهنه مه کوی .

اوس  به د  تهران چاپ همشهری ورځپاڼه ولولو.

دایران ولسمشر حسن روحانی د اټومی ژمنو د کمولو دریم (۳) ګام له هیڅ ډول محدودیت پرته په اټومی برخه  کښې د تحقیق او دپراختیا ترسره کول  وباله .

دایران د خارجه وزارت ویاند عباس موسوی وویل خپل هیواد ته د انګلستان دنیول شوی کشتۍ د  عملې د اوو(۷) کسانو د ستنیدا زمینه برابره شوی ده .

امریکا په تیرې چهارشنبې ورځ د ایران  د ځینو کسانو او شرکتونو پرضد نوی بندیزونه ولګول .

جنګ داسې ټکی دی چې په تیرو څلویښتو(۴۰) کلونو کښې دافغانستان له نوم سره اخښل شوی دی .

 ویل کیږی له امریکا سره د طالبانو په موافقې کښې اوربند نه دی شامل .

احتمال شته چې سعودی عربستان له سوریې سره ډیپلوماټیکې اړیکې له سره تینګې کړی .

د امریکا سمندری ځواک وویل د هرمز اوبلارې دواړو خواو ته یې یوشمیر داسې لانچونه() دیره کړی دی چې توغندی تر ویشتل کیدلای شی .

د سوریې پوځ حمیمیم (Khmeimim Air Base) هوایی اډې ته نږدې د  ترهګرو ډلو د دوو(۲) بې پایلوټه الوتکو د نسکورولو خبر ورکړ .

د عراق حکومت د فساد په هکله د راپور د خپرولو په خاطر د« الحره »ټیلی ویژن  چې امریکا ورسره مالی مرسته کوی  فعالیت  تر دریو (۳) میاشتو پورې وځنډوه .

د اسرائیلو لومړی وزیر  نتانیاهو هندوستان ته خپل سفر د انتخاباتو د  ترسره کیدا په خاطر لغوه کړه .

اوس به امریکا ځینو ورځپاڼو ته کتنه وکړو .

د افغانستان له حکومت سره د امریکا او طالبانو د توافق د مسودې له شریکېدو وروسته، په کابل کې د طالبانو موټربم چاودنې د یو شمېر نړیوالو رسنیو پام ځان ته اړولی دی.

واشنګټن پسټ ورځپاڼه لیکی، په کابل کې د طالبانو له‌خوا زورورې موټربم چاودنې دا اندېښنې راټوکولی چې ښایی د سولې دموافقی تر نهایی کېدو مخکې د طالبانو بریدونه ډېر شی.

ورځپاڼه لیکی، د طالبانو بریدونه د سولې موافقې ته د زلمی خلیل‌زاد د نږدې کېدو له اعلان سره په یوه وخت دی.

د دې مقالې په یوه برخه کې راغلی دی چې له افغانستانه د یو شمېر امریکایی عسکرو  د وتلو پر پروګرام د ولسمشر ډونالد ټرمپ یو شمېر ملاتړو انتقادونه کړی.

واشنګټن پسټ لیکی، د ریپبلیکن  ګوند سناتور لېندسی ګراهام او د ټرمپ د ادارې یو شمېر امنیتی سلاکاران وایی، پر طالبانو اعتماد نه‌شی کېدای او له افغانستانه د امریکایی ځواکونو له وتلو سره به، په دغه هېواد کې د ۱۸ کلنې جګړې لاسته راړونې ضایع شی.

بله امریکایۍ ورځپاڼه نیویارک ټایمز په کابل کې د دوشنبې ورځې د چاودنې په اړه لیکی، دغه چاودنه   چې لږ تر لږه ۳۰ تنه‌یې وژلی، وروسته تر دې وشوه چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد وویل، له طالبانو سره‌یې په اصولو کې د سولې موافقه کړې ده.

خلیل‌زاد څرګنده کړه چې د موافقتنامې له لاسلیکېدو وروسته به په ۱۳۵ ورځو کې له افغانستانه د ۵۴۰۰ امریکایی سرتېرو د وتلو چارې پیل شی.

نیویارک ټایمز بیا د دې اوونۍ په پیل کې هغو دوو (2)بریدونو ته هم اشاره کوی چې طالبانو د کندز او پلخمری پر ښارونو وکړل.

د ورځپاڼې په باور، دغو بریدونو په افغانستان کې په شخړو کې د سمدستی کمېدو په برخه کې چې اوربند ته به لار پرانیزی، شکونه پیدا کړی دی.

بلې امریکایۍ ورځپاڼې یو اېس توډې بیا د افغانستان د سولې په اړه لیکلی چې د امریکایی پلاوی او طالبانو ترمنځ خبرو ته هیلې پیدا شوی چې بین‌الافغانی خبرو ته به لار پرانیزی او افغانان هیله‌مند شوی چې جګړې به ورسره ختمې شی.

ورځپاڼه لیکی، په ورته وخت کې امریکایان تمه لری چې تر ټولو اوږده جګړه به‌یې د خبرو له لارې پای ته ورسېږی.

یو اېس توډې وړاندې لیکی، د سولې په خبرو کې د ښځو د نه‌موجودیت له امله دا اندېښنه رامنځته شوې چې په افغانستان کې د ښځو ترلاسه شوی حقونه به د دې موافقتنامې قربانی شی.

یو اېس توډې زیاتوی، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال هېڅ‌څوک دومره نه‌دی ځورېدلی لکه ښځې.

ورځپاڼه بیا افغانستان کې د ځینو خلکو دې اندېښنې ته هم اشاره کوی چې له طالبانو سره پراخ تړون داسې کورنۍ جګړې ته بیا لار هواره نه‌کړی لکه په ۱۹۸۹ کې چې د پخوانی شوروی اتحاد د ځواکونو تر وتلو وروسته پیل شوه.