د ایران دژمنو کمول د اروپا پوچو ژمنو ته ځواب دی
-
دمقاومت د جبهې بڼه خپلیدل د امریکا د سیمه ییز نفوذ د کمیدا سبب شوي دي .
زمونږ خبریال وایی د تهران دجمعې لمانځه خطیب حجت الاسلام محمد جواد حاج علی اکبری د ایران د اټومی ژمنو د کمولو ددریم (۳) ګام اجرا ته په اشارې سره وویل دتهران دغه اقدام د خپلو اټومی ژمنو په اجرا کښې د لویدیځو هیوادونو چټی ژمنو ته یو(۱) ځواب دی .
هغه په خپلو اټومی ژمنو د اروپایی هیوادونو د عملو کولو په اړتیا ټینګار سره وویل خپلو اټومی ژمنو ته د اروپایانو د نه پاې بندۍ په بڼه کښې ایران د خپلو اټومی ژمنو کمولوته دوام ورکوی .
دتهران لمونځو کونکو له دغه وینا وروسته په شعارونو سره د ایران داټومی ژمنو د کمولو ملاتړ اعلان کړ .
د تهران دجمعې لمانځه خطیب حجت الاسلام محمد جواد حاج علی اکبری دغه راز په دې خبرې سره چې امریکا له ځوړتیا سره مخ ده وویل د سوریې د عراق د یمن د لبنان او دفلسطین دهیوادونو په شمول په لویدیځې اسیا کښې دامریکا ماتی ، شل زره (۲۰۰۰۰) میلیارډه ډالرو ته د واشنګټن د پورونو زیاتیدل ، د نشیانو د بې کوره خلکو او دوږو کسانو شمیر زیاتیدل او دپرګنو ترمینځ د واټن ډیریدل د امریکا د ځوړتیا دلایل دی .
هغه ټینګار وکړ امریکا خپل سیاسی، اقتصادی ، ټولنیز او کلتوری توان له لاسه ورکړی دی اودنیا له امریکا څخه د وروسته نړۍ فکر کوی .
حجت الاسلام حاج علی اکبری په دې خبرې سره چې دایران دملت مقاومت دامریکا ځوړتیا چټکه کړه وویل دمقاومت د جبهې بڼه خپلیدل د امریکا د سیمه ییز نفوذ د کمیدا سبب شوی دی .
دتهران دجمعې لمانځه خطیب دغه راز دیمن بدلونونو ته په اشارې سره وویل دسعودی عربستان تیریګر ائتلاف دیمن په جبۍ کښې ښکیل شوی دی او له دغه کړکیچ څخه د وتلو لپاره د یوې (۱) لارې دلټولو هڅه کوی .