ایران دنړیوالې ایټمی موافقې په یوطرفه لارې کې مناسبې فیصلې کوی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i84501-ایران_دنړیوالې_ایټمی_موافقې_په_یوطرفه_لارې_کې_مناسبې_فیصلې_کوی
کُرنِل فروټا هم په دغه ګډ کنفرانس کې په دې خبرې په ټینګار سره چې دایټمی انرژۍ نړیوال آژانس له ایران سره دملګرتیاؤ دوام ته لیوالتیا لری ، زیاته کړې ، دغه اورګان تیار دی ، خپل خرفه وی اوبې پلوه کار ته هماغه راز دوام ورکړی او تر دې دمه د آژانس درست راپورونه ددې ښودنه کوی چې ایران له خپلې خوا په خپلو ټولو ژمنتیاؤ بشبړ عمل کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 08, 2019 10:26 Asia/Kabul

کُرنِل فروټا هم په دغه ګډ کنفرانس کې په دې خبرې په ټینګار سره چې دایټمی انرژۍ نړیوال آژانس له ایران سره دملګرتیاؤ دوام ته لیوالتیا لری ، زیاته کړې ، دغه اورګان تیار دی ، خپل خرفه وی اوبې پلوه کار ته هماغه راز دوام ورکړی او تر دې دمه د آژانس درست راپورونه ددې ښودنه کوی چې ایران له خپلې خوا په خپلو ټولو ژمنتیاؤ بشبړ عمل کړی دی .

Image Caption

 

زمونږخبریال راپورراکړ  دایران د ایټمی انرژۍ  د ادارې مشر علی اکبر صالحی  نن  په تهران کې  دایټمی انرژۍ دنړیوال  آژانس  له سرپرست کُرنِل فِروټا سره  له کتنې وروسته  په ګډ خبری کنفرانس کې ددې خبرې په کولو سره چې  ټاکل شوې وه ، جامعه نړیواله  موافقه  دوه پلوه سړک شی ،  او اوس چې  دغه سړک یوطرفه شوی ، ووئیل ،  اروپائی  اتحادیه ، ټاکل شوې وه ،  په جامعې نړیوالې ایټمی موافقې کې  د امریکا خالی ځای ډک  کړی .

 صالحی زیاته کړې ،  حتی له دې لابدتره  دا ، د اروپائی اتحادئې  ویندوی وئیلی دی ، چې دغه اتحادیه  به تر هغه وخته نړیوالې ایټمی موافقې ته ژمنه وی ، چې  ایران ورته ژمنتیا ولری .

 دایران د ایټمی انرژۍ د ادارې مشر  د نړیوالې ایټمی موافقې  په خبرواترو کې  دایران   ښه نیّت ته په اشارې سره  روښانه کړې ، له بده مرغه  مقابل لوری نه دی توانیدلی ځان خپلو ژمنتیاؤ ته پابنده کړی  او نړیوالې ایټمی موافقې ووت .

 علی اکبر صالحی  په جامعې نړیوالې ایتمی موافقې کې  پخپلو ژمنو په عمل کولو کې  داروپائی اتحادئې  په بې وسۍ  په افسوس کولو سره  هیله وښودله ،  د ایټمی انرژۍ له نړیوال آژانس سره د  ایران ملګرتیاوې  دوام ولری .

 کُرنِل  فروټا هم  په دغه ګډ کنفرانس کې  په دې خبرې په ټینګار سره چې  دایټمی انرژۍ نړیوال آژانس   له ایران سره  دملګرتیاؤ دوام ته لیوالتیا لری ، زیاته کړې ، دغه اورګان تیار دی ،  خپل خرفه وی اوبې پلوه  کار ته هماغه راز دوام ورکړی او تر دې دمه  د آژانس درست راپورونه ددې ښودنه کوی چې ایران  له خپلې خوا په خپلو ټولو ژمنتیاؤ بشبړ عمل کړی دی . وروستی راپورونه ښئ د ایټمی انرژۍ نړیوال آژانس سرپرست  له  خارجه وزیر محمد جواد ظریف سره هم لیده کاته کړی دی .