ماسکو د ایران دنړیوالې ایټمی موافقې اجرائی ژمنتیاوې درک کوی
ریابکوف روښانه کړې د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې دبرخلیک مسئولیّت په بشپړ ډول دامریکا په غاړه دی او که امریکایان د ایران پشمول د نړیوالې ایټمی موافقې د درستو غړو دمنلو وړ حل لارې وړاندې کړائ شی،نو بیا ویل کیدلی شی،په سمه لاره کوم بدلونونه راغلی،چې البته تر دې دمه داسې څه نه دی شوی
د روسیې مرستیال خارجه وزیر سرګئ ریابکوف د روسیې له انټرفکس خبری آژانس سره په خبرو کې وئیلی دی په درو مرحلو کې د ایران د اسلامی جمهوریت د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې کې دخپلو ژمنتیاؤ د کمولو لپاره دایران انګیزه د روسیې لپاره په بشپړ ډول مشخصه او څرګنده ده چې دغه مرحلې په یوه نسبتا لنډ وخت کې د بیرته ستنیدا وړ ده.
ریابکوف روښانه کړې د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې دبرخلیک مسئولیّت په بشپړ ډول دامریکا په غاړه دی او که امریکایان د ایران پشمول د نړیوالې ایټمی موافقې د درستو غړو دمنلو وړ حل لارې وړاندې کړائ شی ، نو بیا ویل کیدلی شی ، په سمه لاره کوم بدلونونه راغلی ، چې البته تر دې دمه داسې څه نه دی شوی .