اسلامی ایران له ګاونډیانو سره تر ټولو ښې اړیکې غواړی
کاظم غریب آبادی زیاته کړې ، ایران تر دې دمه د سیمه ایزو خبرواترو دټولنې د جوړولو او دغه راز د سیمې دهیوادونو ترمینځ د تیری دنه کولو دتړون د لاسلیک کولو پشمول مختلف وړاندیزونه کړی دی .
العالم ټیلیویژنی چینل راپورورکړ په ویانا کې د دیره په نړیوالو اورګانونو کې د اسلامی ایران سفیر اودایمی استازی کاظم غریب آبادی په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی،د ایران اسلامی جمهوریت په فارس خلیج سیمې کې له خپلو ګاونډیانو سره تر ټولو غوره اړیکې غواړی او د خبرواترو د وړاندیز تود هرکلی کوی .
کاظم غریب آبادی زیاته کړې ، ایران تر دې دمه د سیمه ایزو خبرواترو دټولنې د جوړولو او دغه راز د سیمې دهیوادونو ترمینځ د تیری دنه کولو دتړون د لاسلیک کولو پشمول مختلف وړاندیزونه کړی دی .
هغه زیاته کړې دسیمې ځینی هیوادونه په تیره بیاسعودی عربستان او متحده عربی امارات ،خپله بقا په سیمې کېد جنګ ،جګړو ،اختلافاتو او شخړو په دوام کې وینی او دخپلو کمزورتیاؤ باندې دبرغولی د کیښودلو لپاره،پر ولس دتکیې په ځای،د وسلو له جوړونکو هیوادونو سره اړونده دی.
په ویاناکې په نړیوالواورګانونو کې داسلامی ایران دایمی سفیر روښانه کړې ، عربستان د غیر شفاف ایټمی پروګرام په پراختیا او اجرا لګیا دی ، حال دا جې دغه هیواد د این پی ټی تړون غړی هیواد دی او دایټمی ا نرژۍ له نړیوال آژانس سره ئې جامعه موافقه لاسلیک کړې ده .