دامریکا حکومت دښمن ته هیڅ اړتیا نلری
-
د اسرائیلو دجاسوسۍ ادارو غړو په سپینې ماڼۍ او د واشنګټن په نورو حکومتي ادارو کښې د جاسوسۍ الې او دستګاوانې لګولي دي .
زمونږخبریال وایی د ایران دباندنیو چارو وزیر جواد ظریف د امریکا له سپینې ماڼۍ د اسرائیلو رژیم د جاسوسۍ په هکله د پولیټیکو(Politico) ورځپاڼې د مقالې خپریدا ته په اشارې سره ټینګار وکړ په بی ټیم (Team B)کښې د ولسمشر ټرمپ له ترټولو ښه دوست سره سره امریکا دښمن ته اړتیا نلری .
دامریکا پولیټیکو ورځپاڼې په یوې (۱) مقالې کښې ددغه هیواد د پخوانیو لوړرتبه چارواکو په قول ولیکل د اسرائیلو دجاسوسۍ ادارو غړو په سپینې ماڼۍ او د واشنګټن په نورو حکومتی ادارو کښې د جاسوسۍ الې او دستګاوانې لګولی دی .
د ایران خارجه وزیر جواد ظریف پرون په خپلې ټویټر اینټرنیټ پاڼې باندې ولیکل بی ټیم یوځل بیا حمله وکړه .
دایران دبهرنیو چارو وزیر جواد ظریف دامریکا ولسمشر ټرمپ ته په وینا کښې وویل امریکا دداسې رژیم(صهیونیسټ رژیم) په لرلو سره چې ددغه هیواد دخزانې په خالی کولو سربیره د امریکا په خارجی سیاست یرغمل کوی او ددغه هیواد د ولسمشر جاسوسۍ هم کوی دښمن ته ضرورت نلری .
دایران د اسلامی جمهوریت دخارجه وزیر جواد ظریف اشاره بی ټیم یعنی په نړۍ کښې څو جنګ غواړو کسانو یعنی دصهیونیسټ رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو، د سعودی عربستان ولیعهد محمد بن سلمان ، د متحده عربی اماراتو ولیعهد محمد بن زاید او د سپینې ماڼۍ د ملی امنیت پخوانی سلاکار جان بولټن ته ده چې ددوې د نومونو یا لقبونو لومړی ټکی په ب(B) سره پیلیږی .