د ایران د وږی د ۳۱ نیټې ځینې مطبوعات
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i84771-د_ایران_د_وږی_د_۳۱_نیټې_ځینې_مطبوعات
کیهان په خپل لومړی مخ د فارن پالیسی دغې خبرې ته انعکاس ورکړی چی ویلی دی ، د ایران ډیر زیات هوښیار رهبر څرنګه ټرمپ ته ماته ورکړه ؟
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 22, 2019 08:50 Asia/Kabul
  • د ایران د وږی د ۳۱ نیټې ځینې مطبوعات

کیهان په خپل لومړی مخ د فارن پالیسی دغې خبرې ته انعکاس ورکړی چی ویلی دی ، د ایران ډیر زیات هوښیار رهبر څرنګه ټرمپ ته ماته ورکړه ؟

جمهوری اسلامی

 

د اسلامی ایران ولسمشرډاکټرروحاني د آسیا د اتلولی لپاره د والیبال د ملي ټیم د بریا مبارکي وویله . حسن روحاني د ایران د والیبال د ملي ټیم د ټولو لوبغاړو، کوچ او نورو ټولو کارکونکو په قدرونې سره دغه بریا د ایران په سپورټي ویاړونو کښې یوه بله زرینه پاڼه وبلله.

 

 دغې ورځپاڼۍ په خپل لومړی مخ د نورو مطلبونو تر څنګ د ملګرو ملتو د عمومی اسمبلۍ د غونډې د ترسره کیدا  په درشل کی د ملګرو ملتو د پخوانی مرستیال دغې خبرې ته هم انعکاس ورکړی دی چی امریکا د ملګرو ملتواداره له بندون سره مخامخ کړی ده .

د امریکا د بهرنیو اړیکو شورا وایی ټرمپ باید ایټمی موافقې ته ستون شی .

په مصرد واکمن نظام پرضد په التحریر میدان کی ولسی اعتراضونه پیل شوی دی .

د یمن انصار ا... غورځنګ  په مشروطه توګه په  عربستان د حملود درولو خبر ورکړ .

 

۱۵ تنه فلسطینیان له صهیوینسټو پوځیانو سره په نښته کښې زخمي شول .

 

په کربلا کی په چاودنې کی ۱۳ کسان مړه او ژوبل شوی دی .ورځپاڼه زیاتوی چی په دغه چاودنه کی چی د کربلا ولایت په شمال کی په یوې پلټونکی پوستې کی شوی ده ، نهه کسان مړه او ۴ نور ژوبل شوی دی .

عراقی سرچینو ویلی دی چی په یوه بس کی دننه بم چاودیدلې دې .

په عراق کی د داعش د ترهه ګرې ډلګۍ له ماتې سره سره تراوسه ددغه هیواد په بیلا بیلو سیمو کی د دغې ترهه ګرې ډلګۍ یو شمیر غړی شتون لری او کله نه کله ترهه ګر اقدامات ترسره کوی .

د داعش ترهه ګره ډله په ۲۰۱۴ میلادی کال کی د امریکا او د هغې د لویدیځو او عربی متحدانو په تیره بیا عربستان په مالی او پوخی مرستو سره په عراق په حملې سره پراخې سیمې ونیولې اوډیر جنایتونه یې وکړل .

 

کیهان

 

کیهان په خپل لومړی مخ د فارن پالیسی دغې خبرې ته انعکاس ورکړی چی ویلی دی ، د ایران ډیر زیات هوښیار رهبر څرنګه ټرمپ ته ماته ورکړه ؟

د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر په فارس خلیج کښې د امریکا په پوځي او سیاسي تحرکاتو په نیوکې سره وویل: امریکا دې پوهه شي چې په سیمه کښې به د جنګ پیلونکی د دغه جنګ د ختمولو او پاې ته رسولو توان ونه لري.

 ایران د  والیبال ملی ټیم د دریم ځل لپاره د اسیا اتل شو .

د مصر انقلابیان له شپږو کلونو وروسته پر مصر د واکمن نظام پرضد د التحریر میدان ته راووتل .

د عراق بدر سازمان وایی که جنګ پیل شی نو د ایرانیانو په څنګ کی به له امریکا سره وجنګیږی .

 په هانګ کانګ کی د چین پلویان میدان ته راووتل .

د صیهونیسټ رژیم لومړی وزیر نتانیاهو وایی که وبخښل شم نو له قدرته به څنګته شم .

په کیوبا کی د امریکا او کاناډا په ډیپلوماټانو  په حشره کش سره حمله وشوه .

 سید حسن نصر ا... وایی د ځینو هیوادونو لپاره تیل له وینې زیات ارزښت لری . د لبنان د حزب ا... غورځنګ مشر سید حسن نصر ا... د عربستان په تیلی تاسیساتو د یمن د پوځ د غچ اخیستونکیو حملو په غندلو کی د ځینو هیوادونو او ادارو په دریځونو نیوکه وکړه او ویې ویل د دغو حملو غندلو وښودله چی تیل له وینې زیات ارزښت لری .

ښاغلی سید حسن نصر ا... همداراز پر دې په ټینګار سره چی د لبنان اسلامی مقاومت په اوسنیو قواعدو او د اسراییلو له هر ډول ګواښ سره په مقابلې پایبند دې ، جوته کړه د صیهونیسټ رژیم له بی پایلیټهن الوتکو سره د مقابلې فیصله د دې سبب شوه چی د دغو الوتکو لخوا د لبنان د هوایی حریم د خلاف ورزۍ اندازه کمه شوه .

سید حسن نصر ا... عربستان او اماراتو ته هم په خطاب کی وویل د ایران پرضد په جنګ او خپلو اندازو کی بیاکتنه وکړئ ځکه چی له ایران سره جنګ به تاسو تباه کړی او کله چی د تاسو په تیلی تاسیساتو یوه حمله داسې پایلې لری  نو د نورو حملو نتیجې به بیا څه وی ؟

 

جوان

 

د سپاه پاسدارانو عمومی مشر سردار سلامی وویل د تیری ګر دښمن ټاټوبی د جنګ اصلی ډګر جوړوو . سردار سلامی زیاته کړه محدود جنګ ، محدود نه پاتی کیږی مونږه اهل تعقیب او تنبیه یو  او دا مو ښودلی ده چی د هر تیری ګر ترختمولو پورې ارامه نه کښینو .

ایران ، چین او روسیه  په نږدې راتلونکی کی په عمان سمندرګی کی ګډې مانوری ترسره کوی .

د ایران د اسلامی شورا د ملی امنیت د کمیشن غړی حشمت ا... فلاحت پیشه وویل یمنیانو په ارامکو په حملې سره د جنګ انډول برابر کړ .

 

پاکستان کښې د ایران سفیر د دواړو هیوادونو ترمینځ د سټراټیجکو اړیکو په پیاوړتیا ټينګار وکړ .