نیویارک ته داسلامی ایران د ولسمشر سفر او له ملګروملتو تَمې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i84796-نیویارک_ته_داسلامی_ایران_د_ولسمشر_سفر_او_له_ملګروملتو_تَمې
ډاکټر حسن روحانی پرون د ایران د سپیڅلی دفاع د اونۍ په مناسبت دایران د وسلوال ځواک دپریډ په دستورو کې ددې خبرې په کولو سره چې سږکال به په ملګروملتو کې د :دامید د ائیتلاف او د هرمز دسولې د نوښت : په شعار سره ګډون وکړی ،ټینګار کړی ،ایران دسیمې د هیوادونو په ملګرتیا سره د فارس خلیج او عمان سمندر امنیت تامینولی شی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Sep 23, 2019 10:42 Asia/Kabul
  • نیویارک ته داسلامی ایران د ولسمشر سفر او له ملګروملتو تَمې

ډاکټر حسن روحانی پرون د ایران د سپیڅلی دفاع د اونۍ په مناسبت دایران د وسلوال ځواک دپریډ په دستورو کې ددې خبرې په کولو سره چې سږکال به په ملګروملتو کې د :دامید د ائیتلاف او د هرمز دسولې د نوښت : په شعار سره ګډون وکړی ،ټینګار کړی ،ایران دسیمې د هیوادونو په ملګرتیا سره د فارس خلیج او عمان سمندر امنیت تامینولی شی .

د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر نن  د ملګروملتو د  عمومی اسمبلس په څلوراویایمې غونډې کې د ګډون لپاره  نیویارک ته وخوځید.

Image Caption

 

 ډاکټر حسن روحانی  به په دغه سفر کې  د ملګروملتو په  عمومی اسمبلۍ کې  پر وینا سربیره،په دغه نړیوالې غونډې کې  دحاضرو هیوادونو  له یوشمیر مشرانو  اوسیاسی  اوسندوئی  شخصیتونو سره هم لیده کاته او  خبرې  وکړی.

Image Caption

 

 نیویارک ته د  اسلامی ایران  سفر  له هماغه پیله په  هغو چیلنجونو سره  چې  امریکا هڅه کړې ددغه سفر په لاره کې ئې رامینځةکړی ،  په یوه بحث راپارونکی موضوع بدل شوی دی،تر دې چې حتی د ایران له خواددغه سفر د لغوه کولو ټآکنه هم مطرح شوه .خو اوس چې  دغه سفر محقق شوی ، درستې سترګې  د  ملګروملتو په عمومی اسمبلۍکې د  ایران داسلامی جمهوریت  شتون ته  ورآوختی دی .

 امریکا اوس  دایران  په ضد دبندیزونو دسختولو په حال کې ده  او  له دغو بندیزونو سره د جدی مخالفت لپاره چې د ملګروملتو دپریکړه لیکونو ښکاره خلاف ورزی ده ،   له ملګروملتو څخه د نړیوالې ټولنې تمو ته ،تر دې دمه  په سم ډول ځواب نه دی ورکړی شوی  او پر دې موضوع  نیوکې هم کیږی.  په سیمې کې د امریکا د لاسوهونکو سیاستونویوازینۍ نتیجه هم ،  په فارس خلیج سیمې او هرمز تنګی کې د بې ثباتۍ او ناکراریو رامینځة کیدل دی .

  د ملګروملتو په عمومی اسمبلۍ کې د ایران داسلامی جمهوریت د ولسمشر شتون له دې نظره ،  په نړیوالې ټولنې کې  د ټرمپ   د غیر قانونی اقداماتو  له چیلنج سره دمخامخ کولو لپاره یو فرصت کیدلی شی .

Image Caption

 

که څه هم په دې زمینې کې مخکینیو غونډو تجروبې ښئ د ملګروملتو د  عمومی اسمبلۍټریبیون  لازما  د  درستو نړیوالو موقعیَتونو په  انعکاس کې خپلواکه ځائیګی نشی درلودلی . په عین حال کې د  عمومی اسمبلۍ  دغونډې په څنډې کې  په دغه نړیوال فرصت کې  رسیندوئی خبرې اترې  او ډیپلوماټیک لیده کاتۀ او  دبیلابیلو هیوادونو دسیاسی پلاؤ  خبرې اترې ، د حق غواړو دریځونو دبیانولو لپاره  مناسب ټریبیون رامینځةکولی شی .

خو ډیری شناندی او کارپوهان وائی  حقیقت دادی چې نن سبا د استعماری قدرتونو د بې ځایه ګوت وهنو له امله  ملګروملتو خپل اصلی مقام او حیثیّت له لاسه ورکړی دی اوحقیقت دادی چې په تیرڅه دپاسه یوه کال کې دملګروملتو حیثیّت او مقام تر ډیره حده لړزیدلی  او منزوی شوی دی  او په بیلابیلو  ډولونو سره د امریکا له خوا پرې ملنډې  وهل شوی او سپکاوی ئې شوی دی .  دا بهیر  په سپینې مانۍ کې د ډونالډټرمپ  د درې کلن شتون نتیجه ده  او ورځ تر بلې  په نړیوال معیار  کې د ملګروملتو د  اعتبار او باؤر دکمیدا شاهدان یوو .

 دملګروملتو په عمومی اسمبلۍ کې ګډون کونکی هیوادونه پخپلو ډیرو ستونزو او مشکلاتوباندې  بحث او خبرې اترې کولی شی .نن سبا نړیوال اقتصاد د غیر قانونی بندیزونو  په څیر  له جدی ګواښونو سره مخامخ دی او بندیز د :اقتصادی ترهه ګرۍ : لپاره په یوه آوزار بدل شوی دی .  ددغو ګواښونو په مقابل کې باید چپتیا غوره نشی ،ځکه چې  دوام ئې په ځان پسې ډیرې خطرناکې پایلې درلودلی شی .د  امریکا یو اړخیز پالنه تر دې حده رسیدلې ده  چې حتی  دامینت شورا  او دعمومی اسمبلۍ پریکړه لیکونو ته بې پامی کوی او  د واشنګټن د چارواکو له خوائې ښکاره خلاف ورزۍ کیږی .  دغه اقدامات  نه یوازې د سولې د ماهیّت د ځوړتیا په معنا دی،بلکې  د ملګروګلتو  مقام  او حیثیّت ئې  هم تر ټولو ټیټې سوئې ته رسولی دی . د امنیت په موضوع کې هم  امکریا هیڅکله هم  په نړیوالې سولې  او په سیمې کې په  تل پاتې ا منیت پسې نه ده . په حقیقت کې ، د  امریکا یو اړخیز پال چلندونه  د څواړخیز پالنې د تر ټولو اصلی اورګان اوسمبول په توګه د ملګرو ملتو د عمومی اسمبلۍ  رول د کمزوری کولو  لامل شوی دی .

Image Caption

 

د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر د ملګروملتو دعمومی اسمبلۍ په غونډې کې په شتون سره کلک هوډ لری ،  ددغو موضوعګانو په باب او   په تیره بیا  د نړیوالې سولې اوامنیت په باب  دایران داسلامی جمهوریت روښانه دریځونه  بیان  کړی . 

 ډاکټر حسن روحانی پرون  د ایران د سپیڅلی دفاع د اونۍ په مناسبت  دایران  د وسلوال ځواک  دپریډ په دستورو کې  ددې خبرې په کولو سره چې  سږکال  به په ملګروملتو کې د  : دامید د ائیتلاف او د هرمز  دسولې د نوښت :  په شعار سره ګډون وکړی ، ټینګار کړی ،ایران  دسیمې د  هیوادونو په ملګرتیا سره  د فارس خلیج  او عمان سمندر امنیت تامینولی شی .

Image Caption