جرمنی د امریکا له ایرانی ضدکړچار سره نه ملګری کیږی
د جرمنی پشمول زیات شمیر مهمو اروپائی هیوادونو له دغه ائیتلاف سره د یو ځای کیدا لپاره د امریکا بلنه په مستقیم ډول رد کړې ده .
فرانس پریس آژانس راپورورکړ د جرمنی دفاع وزیرې آنه ګرت کرامپ کارن باوئر پرون په واشنګټن کې د امریکا له دفاع وزیرمارک اسپر سره په کتنې کې ټینګار کړی ، جرمنی نه غواړی ، پر ایران دزیات دباؤ لپاره د امریکا داړم کومه برخه شی .
هغې همداراز په دغې کتنې کې په هرمز تنګی کې د کشتیو د تګ راتګ دامنیت دتامینولو په پلان کې د ګډون لپاره د برلین دچمتووالی خبر ورکړ او په عین حال کې ئې ووئیل جرمنی به دامریکا د زیات دباؤ دسیاست او اړم برخه نشی .
کارن باوئر زیاته کړې برلین ګروهمن دی داروپائی ماموریت په یوه چوکاټ کې په دې خاطر ملګرتیا وکړی . دجرمنی دفاع وزیر دخپلو څرګندونو په بلې برخې کې له ایران سره د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې څخه په ملاتړ سره یادونه کړې، باید دغې نړیوالې ایټمی موافقې ته خوشبینه شو،ځکه لږترلږه دغه شان موافقې له ایران سره د ډیپلوماټیکو ارتباطاتو دروازه پرانیستی ساتلې ده .
داپه داسې حال کې دی چې امریکا د اروپایانو په ګډون سره دیوه سمندری ائیتلاف دجوړولو هڅه کوی ،خو وئیل کیږی په ائیتلاف کې شپیتو هیوادونو ته بلنه ورکړل شوې خو تر دې دمه یوازې بحرین ، آسټریلیا، اوصهیونیسټی رژیم له دغه ائیتلاف سره دیو ځای کیدا لپاره چمتووالی اعلان کړی دی .د جرمنی پشمول یو زیات شمیر مهمو اروپائی هیوادونو له دغه ائیتلاف سره د یو ځای کیدا لپاره د امریکا بلنه په مستقیم ډول رد کړې ده .