د اسلامی انقلاب معظم لارښود وفرمایل د اروپایانو ژمنې پوچې دی
د رهبرۍ ستر مقام پر دې په ټینګار سره چی له امریکا او صیهونیسټ رژیم پرته له بل هیڅ هیواد سر ه د خبرو اترواو تعامل لاره بنده نده ، زیاته کړه خو په هیڅ وجه باید په هغوهیوادونو چی له اسلامی نظام سره یې د دښمنۍ بیرغ په لاس کی نیولې دې او په سر کی یې امریکا او دا څو اروپایی هیوادونه ، باور ونشی ځکه چی په ډاګه له ایرانی ملت سره دښمنی کوی .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای پردې په ټینګار سره چی له اسلامی جمهوریت سره د اروپایانو د دښمنی انګیزې د امریکا له دښمنی سره اصولی توپیر نلری وفرمایل اروپایان په ظاهره د میانځی ګړی په توګه ورګډیږی او اوږدې خبرې هم کوی خو هغه ټولې پوچې دی .
د رهبرۍ ستر مقام نن د خبرګانو په شورا کی د ملت له غوره کسانو سره په کتنه کی د هیواد له شرایطو ، د شعارونو له پراختیا ، د اسلامی جمهوری نظام له سیاسی او انقلابی اقتدار او په سیمه کی د هغه له اوږدیداد جامعې شننې په ترڅ کی دسپیڅلی دفاع د پړاو له درسونو ګټه پورته کول او په ټولنې کی د هغو ژورول ډیر مهم وبلل او ټینګار یې وکړ د هیواد د پرمختګ دوام او اساس لازمه پر خدای توکل ، مقاومت ، راتلونکی ته هیله ، په ځوانانو په تیره بیا انقلابی ځوانانو باور ، د خلکو د پرګنو په تیره بیا انقلابی کسانو ترمینځ وحدت او کوټلتیا ، له داخلی تولیده حقیقی ملاتړ او له پردیو بشپړه هیلې غوڅول دی .
د رهبرۍ ستر مقام پر دې په ټینګار سره چی له امریکا او صیهونیسټ رژیم پرته له بل هیڅ هیواد سر ه د خبرو اترواو تعامل لاره بنده نده ، زیاته کړه خو په هیڅ وجه باید په هغوهیوادونو چی له اسلامی نظام سره یې د دښمنۍ بیرغ په لاس کی نیولې دې او په سر کی یې امریکا او دا څو اروپایی هیوادونه ، باور ونشی ځکه چی په ډاګه له ایرانی ملت سره دښمنی کوی .
د رهبرۍ ستر مقام له ایټمی موافقې وروسته د اروپایانو کړچار او په خپلو ژمنو عمل نه کولو ته په اشاری سره زیاته کړه اروپایان له خپلو ژمنو سره سره عملا د امریکا بایکاټونو ته پایبند پاتې شول او هیڅ اقدام یې ونکړ او له دې وروسته هم لیری ښکاری چی اسلامی ایران لپاره څه وکړی ، پر دې اساس باید په کلی ډول له اروپایانو هیله ونلرلې شو .
د رهبرۍ ستر مقام همداراز له دغو دښمنیوسره سره د چارو بهیر د اسلامی ایران په ګټه وباله او ویې فرمایل نن اسلامی نظام نه یوازې له تیرو څلویښتو کلونو پیاوړې شوې دې بلکې له لسو کلونو مخکې هم پیاوړې شوې دې او په سیمه کی د هغه انقلابی او سیاسی اقتدار پراخ شوی او د انقلاب جرړې ژورې شوی دی .