روحانی وویل امریکا د خبرو اترو خنډ ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i84890-روحانی_وویل_امریکا_د_خبرو_اترو_خنډ_ده
ښاغلی روحانی زیاته کړه ایران د بایکاټ او دزیات دباو په زهرجنې فضا کی حتی د ۵+۱ ډلې په چوکاټ کی هم خبرې اترې نه کوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 28, 2019 02:07 Asia/Kabul
  • روحانی وویل امریکا د خبرو اترو خنډ ده

ښاغلی روحانی زیاته کړه ایران د بایکاټ او دزیات دباو په زهرجنې فضا کی حتی د ۵+۱ ډلې په چوکاټ کی هم خبرې اترې نه کوی .

د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی حسن روحانی د ملګرو ملتو د عمومی اسمبلۍ په غونډه کی له ګډون او وینا وروسته  په  تهران کی د خبریالانو په ټول کی د دې خبرې په کولو سره چی ایران د منطق او هغو دلیلونو په خاطر چی لری یې ، له خبرو اترو ویره نلری او نه تښتی ، وویل امریکا د خبرو اترو اصلی خنډ ده .

ښاغلی روحانی زیاته کړه ایران د بایکاټ او دزیات دباو په زهرجنې فضا کی حتی د ۵+۱ ډلې په چوکاټ کی هم خبرې اترې نه کوی .

ښاغلی روحانی د ملګرو ملتو د غونډې په ترڅ کی د بیلا بیلو هیوادونو  له چارواکو سره پراخو کتنو ته په اشارط سره زیاته کړه هیڅ کس او هیڅ چارواکی نشته چی له ایټمی موافقې د امریکا وتل او ایران پرضد دباو او بایکاټ ونه غندی او هغو ټولو له ایټمی موافقې د امریکا وتل غلط او ناسم کار بللې دی .

ښاغلی روحانی ټینګار وکړ د ملګرو ملتو د عمومی اسمبلۍ د غونډې په ترڅ کی بیلا بیلو لورو ته وویل شول چی ایران په زهرجنې فضا کی خبرې اترې نه کوی .