ایران د امن او ثبات لرونکی افغانستان ملاتړې دې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i84939-ایران_د_امن_او_ثبات_لرونکی_افغانستان_ملاتړې_دې
ښاغلی موسوی یمن ته د ایران لخوا د وسلو د ورلیږلو په هکله د عربستان د ادعا په ځواب کی وویل یمن تر سختې کلابندۍ لاندې دې او حتی هغو لپاره انسان دوستانه مرستې هم نشی ورلیږل کیدلې ، نو ځکه دا ادعاګانې له بیخه بی اساسه دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 30, 2019 10:45 Asia/Kabul
  • ایران د امن او ثبات لرونکی افغانستان ملاتړې دې

ښاغلی موسوی یمن ته د ایران لخوا د وسلو د ورلیږلو په هکله د عربستان د ادعا په ځواب کی وویل یمن تر سختې کلابندۍ لاندې دې او حتی هغو لپاره انسان دوستانه مرستې هم نشی ورلیږل کیدلې ، نو ځکه دا ادعاګانې له بیخه بی اساسه دی .

د ایران د خارجه وزارت ویندوی سید عباس موسوی د دې خبرې په کولوسره چی تهران په سیمه کی له دننه د امنیت د ټینګولو غوښتونکی دی ، وویل د سیمې هیوادونه دې پوهه شی چی  امنیت د اخیستلو ندې .

ښاغلی موسوی نن د داخلی او بهرنیو خبریالانو په ټول کی زیاته کړه ایران په سیمه کی د سولې ، امنیت ، ثبات او پرمختګ غوښتونکی دی  او دا مسله له بهره په اخیستلو سره نه بلکې د سیمه ایزو ملګرتیاو له لارې رامینځته کیږی .

ښاغلی موسوی یمن ته د ایران لخوا د وسلو د ورلیږلو په هکله د عربستان د ادعا په ځواب کی وویل یمن تر سختې کلابندۍ لاندې دې  او حتی هغو لپاره انسان دوستانه مرستې هم نشی ورلیږل کیدلې ، نو ځکه دا  ادعاګانې  له بیخه بی اساسه دی  .

د ایران د خارجه وزارت ویندوی د یمن له کړکیچه د عربستان د وتلو یوازنۍ لاره د اور بند منل او د یمن د کلابندۍ ختمول دی ، هیله څرګنده کړه چی له اوربند وروسته یمن ته د انسان دوستانه مرستو د ورلیږلږ لپاره لاره برابره شی .

موسوی د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو په اړه هم وویل ایران د امن او ثبات لرونکی افغانستان ملاتړې دې او د افغانستان د حکومت اوملت لخوا د انتخاباتو له کړچاره هم ملاتړ کوی .

ده جوته کړه په افغانستان کی د سولې او ثبات لارې چارې د هغو  درستو ډلو او بهیرونو په شتون کی دی چی د مرکزی حکومت  له لارې هغې پروسې ته ورداخل شی چی د سولې او ثبات سبب شی .

ښاغلی موسوی د ایران د برجامی ژمنود کمولو د دوام په بڼه کی له ایټمی موافقې د وتلو لپاره د اروپا د ګواښ په اړه د ګارډین ورځپاڼۍ د ادعا په اړه هم وویل ایران د ایټمی موافقې د ۲۶ او ۳۶ مادو په چوکاټ کی  جبرانی اقدامات ترسره کوی نو ځکه د تهران په وړاندی د اروپا غبرګون باطل دی .