د سعودي تحريکونکو اقداماتو د نتائجو په اړه د تهران خبردارے
د ملګرو ملتو په عمومي اسمبلۍ کښې د ايران د نمائندګۍ غړي په سيمه کښې د سعودي د بې ثباته کونکو اقداماتو د نتائجو په اړه په خبرداري ورکولو سره وويل، د دې وخت رارسېدلے دے چې سعوديان د خپلو غلطو انتخابونو نتائج ومني.
له نيويارکه د ايرنا د رپوټ له مخې فرهاد ممدوحي بېګا د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کښې په ايران باندې د سعودي د تور لګونو په ردولو سره وويل، سعودي باچائي پکار دي په سيمه په خاصه توګه په يمن کښې د دغه سعودي له ماتو څخه د عامه افکارو د منحرفولو لپاره د کوششونو او په ايران باندې د تورونو د لګولو په ځاے دې د اېشيا په لويديځ کښې خپلې ماجره لټونې ختمې کړي.
هغه په دوام کښې وويل، سعودي رژيم په سيمه ايزو جنګونو او زوروينو، بې ثباتونکو چلندونو او خطرناک تحريکاتو کښې سخت ګېر دے او فضول نور د هغو د نتائجو لپاره ملامتوي.
ممدوحي زياته کړه، د هيڅ يو هغه انتخاب چې په دې وروستيو لسيزونو کښې سعودي غوره کړے دے ذمه واري يې د ايران په غاړه نه ده او له سعودي رژيم نه بغېر بل هيڅوک پکار نه دي د خپلو غلطيو په خاطر ملامت کړے شي.
هغه يادونه وکړه، په فارس خليج سيمه کښې د ډېموکرېټکو غورځنګونو ځپل، په سوريې کښې او په مينځني ختيځ کښې ښکلېلو نورو هېوادونو کښې له ترهه ګرو څخه له حده زيات ملاتړ يا په نړۍ کښې د ټولو مهمو ترهه ګرو ډلو مالي مرستو او عقيدتي روزنې نسبت نورو ته نه شي ورکړل کېدې.