د اوراېشيا اقتصادي اتحاديې سرمشريزه غونډه په ايروان کښې شروع شوه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i84964-د_اوراېشيا_اقتصادي_اتحاديې_سرمشريزه_غونډه_په_ايروان_کښې_شروع_شوه
د اوراېشيا اقتصادي غونډه د دغې اتحاديې د مشرانو په شتون سره په ايروان کښې شروع شوه. د دغې غونډې مقصد د دوو اړخيزو او څو اړخيزو اقتصادي ملګرتياو او راکړو ورکړو د اسانتيا لپاره د اتحاديې د مشرانو ترمېنځ خبرې اترې او صلاح مشورې دي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Oct 01, 2019 18:04 Asia/Kabul
  • د اوراېشيا اقتصادي اتحاديې سرمشريزه غونډه په ايروان کښې شروع شوه

د اوراېشيا اقتصادي غونډه د دغې اتحاديې د مشرانو په شتون سره په ايروان کښې شروع شوه. د دغې غونډې مقصد د دوو اړخيزو او څو اړخيزو اقتصادي ملګرتياو او راکړو ورکړو د اسانتيا لپاره د اتحاديې د مشرانو ترمېنځ خبرې اترې او صلاح مشورې دي.

اوراېشيا اتحاديه په ۲۰۱۴ کال کښې د روسيې، آرمېنيا، قزاقستان، قرقېزسان او بلاروس هېوادونو لخوا تشکيل شوه. ټاکل شوې ده د ايران اسلامي جمهوريت هم د لړم د مياشتې له پينځمې نېټې څخه په رسمي توګه په دغې اتحاديې کښې شامل شي.

د دغې اتحاديې وړومبنے هدف د تجارت، تعرفو،د پوله ايزو ګمرکي تعرفو حذفولو د قوانينو يو شان کول او په دې اړه د غړيو ترمېنځ د فېصلو کولو آسانول اعلان شوي دي. همدارنګ دغه اتحاديه غواړي چې په اوچتو سطحو او خپلو اوږدمهالو اهدافو کښې اقتصادي غږملتياو ته هم لاسرسائي پېدا کړي.

د اوراېشيا اقتصادي اتحاديې يوه ترټولو اصلي فائده د دغې اتحاديې د غړيو هېوادونو جغرافيائي تړاو دے. يوه داسې چاره چې د دې سبب کيږي چې د دغو هېوادوو ترمېنځ اقتصادي مبادلات او تجارت اسان شي.