دایران داټومی ژمنو کمول انډول ته رسیدل دی
-
اټومي تړون کښې دایران اقدامات یوه (۱) قانوني او حقوقي چاره ده او په هغې کښې د ژمنو هیڅ خلاف ورزۍ نشته .
ایرنا خبری اژانس وایی د ایران داټومی انرژۍ ادارې بیګا داسلامی انقلاب دستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای له څرګندونو وروسته چې ویلی یې وو دایران د اټومی ژمنو کمیدل باید په کامل جدیت او په دقیق او په جامع ډول دوام ولری چې ښې نتیجې ته ورسیږی په یوې (۱) خبرپاڼه کښې وویل
دغه اداره به د اټومی ژمنو د کمولو د دوام په ترڅ کښې د اټومی انرژۍ دنړیوال اژانس د سیف ګارډ (Safeguard)د ژمنو او د ملی قوانینو په چوکاټ کښې نویو وسونو ته درسیدا او پراخو علمی او ستراتیژیکو فعالیتونو ته دوام ورکړی .
دایران داټومی انرژۍ ادارې په دغه بیانیې کښې په دې خبرې ټینګار سره چې دایران داټومی ژمنو کمول په اټومی تړون کښې د اټکل شویو مادو او د اټومی موافقې له امتیازونو د ګټه دپورته کولو په مقابل کښې دایران په ژمنو کښې انډول ته د رسیدا لپاره ترسره کیږی وویل په اټومی تړون کښې دایران اقدامات یوه (۱) قانونی او حقوقی چاره ده او په هغې کښې د ژمنو هیڅ خلاف ورزۍ نشته .
دایران داټومی انرژۍ ادارې په خپلې خبر پاڼې کښې ټینګار کړی دی که چیرې داټومی موافقې لوری هیوادونو دخپلو ژمنو درنښت وکړی اوهغه عملیاتی کړی دایران اسلامی جمهوریت به هم د اټومی تړون په کامل ډول اجرا کولو ته ورستون شی .