دعراق خلکو د عربستان او د امریکا دسیسه شنډه کړه
-
مظاهرې په خپله نه وې رامینځته شوې بلکې خارجي هیوادونو یې په رامینځته کولو کښې لاس درلود .
زمونږ خبریال وایی دایران د قضایی قوې مشر سید ابراهیم رئیسی دعراق ناکراریو ته په اشارې سره ټینګار وکړ د عراق د خلکو او د حکومت په هوښیارۍ سره د امریکا او د سعودی عربستان فتنه ناکامه شوه .
هغه وویل امریکا او سعودی عربستان د فتنې په رامینځته کولو سره په عراق کښې د حسینی اربعین د مراسمو تر اغیز لاندې د راوستلو هڅه کوله خو دعراق د خلکو او دحکومت په هوښیارۍ سره دغه فتنه شنډه شوه .
دایران دقضایی قوې مشر ابراهیم رئیسی ډاګینه کړه فتنه رامینځته کونکی دحسینی اربعین مراسمو ته د ګوزار د ورکولو لپاره هره شیبه په نویو دسیسو پسې دی نو ځکه خو باید ددغو فتنو په وړاندې هوښیار ووسو .
هغه دغه راز د حسینی اربعین د مراسمو دترسره کولو لپاره د عراق دملت او دحکومت د هڅو په قدرونې سره وویل دایران د عراق او دنورو هیوادونو زیارتوال باید هڅه وکړی دحسینی اربعین ستر مراسم په تر ټولو ښه ډول ترسره شی .
د پلازمینې بغداد په شمول د عراق ځینې ولایتونه په تیرو څو ورځو کښې په اداری فساد، د کار روزګار د فرصتونو دنشتوالی ، د نامناسب عمومی خدماتو په حالت اعتراض کښې د مظاهرو کتونکی وو او نښو نښانو وښودله چې دغه مظاهرې په خپله نه وې رامینځته شوې بلکې خارجی هیوادونو یې په رامینځته کولو کښې لاس درلود .