د اراک د ري ایکټر دویمه برخه ډیر زر کار پیلوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i85091-د_اراک_د_ري_ایکټر_دویمه_برخه_ډیر_زر_کار_پیلوي
د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې مشر په راتلونکو دریو اونیو کښې د مرکزي ښار اراک د ایټمي ري ایکټر د دویمې برخې د پرانیستلو خبر ورکړ.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Oct 08, 2019 04:29 Asia/Kabul
  • د اراک د ري ایکټر دویمه برخه ډیر زر کار پیلوي

د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې مشر په راتلونکو دریو اونیو کښې د مرکزي ښار اراک د ایټمي ري ایکټر د دویمې برخې د پرانیستلو خبر ورکړ.

د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې مشر په راتلونکو دریو اونیو کښې د مرکزي ښار اراک د ایټمي ري ایکټر د دویمې برخې د پرانیستلو خبر ورکړ.

علي اکبر صالحي پرون په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د ایران د ایټمي انرجۍ اداره د برجامي ژمنو د کمولو په چوکاټ کښې د هرې پریکړې اجرايي کولو ته چمتو ده، وویل: د اراک د ري ایکټر دویمه برخه به په راتلونکو دریو اونیو کښې پرانیستله شي.

صالحي د اراک د ري ایکټر مختلفو برخو ته په اشارې سره زیاته کړه چې دغه ري ایکټر ابتدايي او دویمه یعنې دوه برخې لري چې زیاتره کار یې په دویمه برخه کښې ترسره کیږي.

د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې مشر څرګنده کړه: د ژمنو کمول له فني او تخنیکي نظره د ایټمي موافقې خلاف ورزي نه ګڼله کیږي او له برجام مخکښې حالاتو ته د ستنیدو امکان شته دی.