د فارس خلیج امنیت د ویشلو وړ نه دی
-
یا ټول هیوادونه په فارس خلیج کښې له امنیت څخه ګټه پورته کوي یا ټول ترې بې برخې کیږي .
فارس خبری اژانس نن سهار وختی راپور ورکړ د ایران د اسلامی جمهوریت دباندنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د کویت په « الرای » ورځپاڼې کښې په یوې (۱) مقالې کښې د هرمز د سولې د نوښت(Hormuz Peace Endeavor) د تشریحولو په ترڅ کښې ولیکل
په فارس خلیج کښې امنیت د تجزیې وړ نه دی یا ټول هیوادونه په دغه سیمه کښې له امنیت څخه ګټه پورته کوی یا ټول ترې بې برخې کیږی .
جواد ظریف په دغه مقالې کښې په دې خبرې سره چې د فارس خلیج سیمه په نړیوال تجارت او انرژۍ کښې ستراتیژیک اهمیت لری وویل د سیمې د هیوادونو لپاره نړیوالو بازارونو ته د لاسرسی د تضمین په هدف سره امنیت او ثبات ناانکاریدونکی ضرورت دی .
د ایران دبهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وویل پیړۍ پیړۍ کیږی چې د فارس خلیج امنیت دسیمې هیوادونه تامینوی او دغه کار له ملګرتیا او تعامل پرته امکان نلری .
جوادظریف په دغه مقالې کښې له بهرنیو قدرتونو سره د فارس خلیج سیمې د ځینو هیوادونو پوځی تړونونو او له هغو د ډیرو زیاتو وسلو اخیستلو ته په اشارې سره وویل امنیت له خارجی قدرتونو چې په بیا بیا لاسوهنو او له صهیونیسټ رژیم څخه په ملاتړ کولو سره یې د سیمې امنیت ته زیات ګواښ کړی دی په پوځی تړونونو او له هغو څخه د وسلو په اخیستلو سره نه ترلاسه کیږی .
د ایران خارجه وزیر جواد ظریف د ملګروملتونو د عمومی اسمبلۍ په غونډه کښې د اسلامی ایران د ولسمشر حسن روحانی د هرمز د سولې د نوښت وړاندې کولوته په اشارې سره وویل د هرمز د سولې نوښت له هغه سره د اړونده اتو(۸) هیوادونو چې سعودی عربستان ، عراق ، عمان ، متحده عربی امارات، کویت ، قطر ، بحرین او ایران پکښې شامل دی د فارس خلیج دهیوادونو لخوا په سیمه کښې د پراخ بنسټه امنیت د تحقق لپاره کافی او ضروری ظرفیت لری .