ایران به هیڅکله هم تسلیم نشی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i85258-ایران_به_هیڅکله_هم_تسلیم_نشی
امریکا له اوسنی وضعیّت څخه د وتلو لپاره باید هغه دولس غوښتنې چې خارجه وزیر مایک پمپئو په ۲۰۱۸کال کې د ایران په ضد مطرح کړی وې ،بیرته واخلی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 15, 2019 11:59 Asia/Kabul
  • ایران به هیڅکله هم تسلیم نشی

امریکا له اوسنی وضعیّت څخه د وتلو لپاره باید هغه دولس غوښتنې چې خارجه وزیر مایک پمپئو په ۲۰۱۸کال کې د ایران په ضد مطرح کړی وې ،بیرته واخلی .

زمونږخبریال راپورراکړ د امریکا د خارجه وزارت یوه پخوانی چارواکی  ویلیّم برنز په  نیویارک ټایمز ورځپاڼې کې په یوه یاددښت کې  له جامعې نړیوالې ایتمی موافقې  په وتلو کې د ډونالډټرمپ دحکومت اقدام  یو احمق  اقدام بللی او لیکلی ئې دی ، د زیاتره دباؤ  سیاست  ، هیڅکله هم  د امریکا شرائطو ته  ایران تسلیمیدو ته نشی اړباسلی .

 ویلیّم برنز  زیاته کړې ،  د ټرمپ دغه احمق اقدام  د اټکل وړ ؤ  او مونږ اوس په ډیر حساس پړاؤ کې یوو .

 هغه روښانه کړې ده ، امریکا  له اوسنی وضعیّت  څخه د وتلو لپاره  باید  هغه دولس غوښتنې  چې  خارجه وزیر مایک پمپئو   په ۲۰۱۸کال کې د ایران په ضد مطرح کړی وې ،بیرته  واخلی . 

 دایران اسلامی جمهوریت په کرتو  وئیلی دی ، چې د ټرمپ  له نړیوالې ایټمی موافقې څخه په یواړخیز او  غیر قانونی توګه  په وتلو سره  د خبرواترو صلاحیّت له لاسه ورکړی ا و د ټرمپ  په څیر کس  هیڅکله هم د  باؤر وړ  نه دی .