په ایراني کشتۍ حمله کونکو ته به پښیمانونکی ځواب ورکړو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i85280-په_ایراني_کشتۍ_حمله_کونکو_ته_به_پښیمانونکی_ځواب_ورکړو
د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي ټینګار وکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت به په سره سمندر کښې په خپلې تیل وړونکې کشتۍ باندې د برید عواملو ته پښیمانه کونکی ځواب ورکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 16, 2019 12:52 Asia/Kabul
  • په ایراني کشتۍ حمله کونکو ته به پښیمانونکی ځواب ورکړو

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي ټینګار وکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت به په سره سمندر کښې په خپلې تیل وړونکې کشتۍ باندې د برید عواملو ته پښیمانه کونکی ځواب ورکړي.

ایرنا خبري آژانس لیکلې دي چې علي شمخاني نن په تهران کښې د سوریې په چارو کښې د روسیې د ولسمشر د ځانګړې استازي الیکزینډر لاورِنتِیف په کتنه کښې د داعش د بیا راژوندي کولو او په لویدیځې آسیا کښې د ناامنۍ د پراخولو لپاره د امریکې پلان ته په اشارې سره، د بې ثباتۍ او ناامنۍ له رامینځته کونکو اقداماتو سره د مقابلې لپاره د سیمې د هیوادونو د هوښیارۍ او غږملتیا په ضرورت ټینګار وکړ.

شمخاني هم داشان په شام باندې د ترکیې له پوځي تیري سره د مخالفت په ترڅ کښې څرګنده کړه: هر هغه اقدام باید سمدستي بند شي کوم چې په سیمه کښې د ناامنۍ د سختیدو او د کړکیچ د زیاتیدو سبب کیږي.

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي په دې خبرې سره چې له ترهګرۍ سره د هیڅ هیواد دوه ډوله چلند د منلو وړ نه دی، وویل: په سوریې کښې د اِدلِب د مسئلې هواری باید له ترهګرۍ سره د مبارزې د یو وړومبیتوب په توګه په ایجنډا کښې راشي.

په دغه کتنه کښې د سوریې په چارو کښې د روسیې دولسمشر ځانګړي استازي هم د سوریې د شمال د سیاسي او پوځي بدلونونو په هکله د یو رپورټ په وړاندې کولو سره وویل: د ماسکو او تهران ملګرتیا په سیمې کښې د پایداره امنیت او ثبات ضمانت ورکولی شي.