د ایران ملت د امریکاپه وړاندې په قدرت سره دریدلی دی
حسن روحانی ،د ایران په اسلامی جمهوریت د ګوزار او دباؤ د زیاتولو لپاره د په سیمې کې د امریکا، صهیونیسټی رژیم او آل سعود رژیم دباؤنو اوهلوځلو ته اشاره وکړه او وې وئیل،د ایران ملت د ددرستو دباؤنو په وړاندې په قدرت او اقتدار سره مقاومت کړی او دریدلی دی .
زمونږ خبریال راپور راکړ د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی ددې خبرې په کولو سره چې دایران ملت خپل عزت او لوړوالی په وروستیو کلونو کې په ډیر ښه ډ ول ساتلی دی ،روښانه کړې ، امریکا او د هغې متحدان به ایران هیڅکله هم تسلیم نه کړائ شی .
ډ اکټر روحانی بیګا په تهران کې د سپیڅلی د فاع داویا فی صدی جانباز عادل کریمی ګیوی دلیدو لپاره دهغه کور ته ورغلی او د هغه او د درستو شهیدانو،جانبازانو او سرښیندونکو او د هغوی دمحترمو کورنیو په قدرونې اوستاینې سره وئیلی دی ، شهیدان او سرښیندونکی، د دښمنانو په وړاندې او په سپیڅلی دفاع دور کې په بریالیتوبونو کې ارزښتمنه ونډه لری.