د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه :-
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i85414-د_ایران_او_د_افغانستان_ورځپاڼو_ته_کتنه
د تهران راډیو ګرانو لوستونکو زمونږ سلامونه ومنئ اوس به د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کته وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 23, 2019 08:48 Asia/Kabul
  • د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له فاکس نیوز ټیلي ويژن سره په مرکه کښې یو ځل بیا د سعودي عربستان سپکاوی وکړ
    د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له فاکس نیوز ټیلي ويژن سره په مرکه کښې یو ځل بیا د سعودي عربستان سپکاوی وکړ

د تهران راډیو ګرانو لوستونکو زمونږ سلامونه ومنئ اوس به د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کته وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ .

نن به هم لومړۍ  د تهران ګڼ چاپه ورځپاڼه کیهان ولولو .

د سوریې ولسمشر بشار اسد په ادلب ولایت کښې دجنګ جبهې ته په ورتلو سره د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان غل وباله او د ادلب جګړه یې په هیواد کښې د ترهګرو د کار د خمتولو لپاره  اساسی جنګ وباله .

د عربی نړۍ مشهورو لیکوال او خبریال عبدالباری عطوان د سمندری امنیت په نوم د منامې (Manama) روانې غونډې ته چې د امریکا په مشرۍ د شپیتو (۶۰) هیوادونو په ګډون سره د ترسره کیدا په حال کښې ده غبرګون وښود او ویې ویل دغه غونډه په داسې حال کښې د ایران له خطر سره د مقابلې په پلمه ترسره کیږی چی صهیونیسټ رژیم د سیمې امنیت ته ګواښ کوی .

هغه وویل ایران دسیمې هیوادونو ته ګواښ نه کوی بلکې زرګونه کلونه کیږی چې ایران  په سیمه کښې شتون لری او د  امریکا حکومت چې هر وخت وغواړی د عربو هیوادونو  زیاتې پیسې چورتالان کړی نو له ایران څخه دعربو هیوادونو ویرولو ته مخه کوی .

د یمن د انصار الله ولسی غورځنګ یوه(۱) چارواکی  عبدالقادر مرتضی ټینګار وکړ د سوډان نوی حکومت د سعودی عربستان او د متحده عربی اماراتو تر دباو لاندې یمن ته پوځیان استوی .

د بحرین ال خلیفه رژیم د امریکا او د پولینډ په ملګرتیا او دصهیونیسټ رژیم په مشارکت سره په پلازمینې منامې کښې د فارس خلیج د کشتیو د تګ راتګ د امنیت کانفرنس پیل کړ چې فلسطین ته په خیانت کولو او د صهیونیسټانو دخدمت کولو لپاره په څو  عربو مرتجعو هیوادونو کښې  مخکښ ووسی .

د امریکا ولسمشر ټرمپ له فاکس نیوز ټیلی ویژن سره په مرکه کښې یوځل بیا د سعودی عربستان سپکاوی وکړ او ویې وویل عربستان له پیسو پرته بل هیڅ شی نلری .

د امریکا ولسمشر ټرمپ وویل  د شمالی کوریا مشر «کیم جونګ اون» شخصیت لرونکی سړی دی ځکه چې پخوانی مشر باراک اوباما هغه ته یولس (۱۱) ځله ټیلی فونونه وکړل خو کیم جونګ اون ځواب ورنکړ .

د جاپان نهه پنځوس(۵۹) کلن امپراطور« نارو هیټو» چې د روان میلادی کال په می میاشت کښې یې د خپل پلار له څنګ ته کیدا وروسته سلطنت په لاس کښې اخیستی  په رسمی دستورو کښې د امپراتورۍ په تخت کیناست او تاج یې په سر کړ .

د امریکا ولسمشر ټرمپ په داسې حال کښې چې د ولسی جرګې کانګرس مشرۍ میرمن« نانسی پیلوسی» د ټرمپ د استیضاح لپاره د موجودو شواهدو په هکله یو(۱) راپور خپور کړی د ریپبلیکن ګوند په غړیو غږ وکړ چې زما د استیضاح په مقابل کښې په کلکه  مقاومت وکړی .

د اسرائیلو د کابینې په جوړولو کښې د لومړی وزیر  بنیامین نتانیاهو له ماتی وروسته د هغه سیال« بنی ګانټس» د کابینې د جوړولو مامور شو داسې مسله چې د نتانیاهو  لپاره ستره ماتی ګڼل کیږی .

احتمال شته چې د صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر نتانیاهو  د اقتصادی فسادونو په تور زندانی شی .

عمومی تصور دا دی  د نورو هیوادونو په پرتله په اروپایی هیوادونو کښې د ښځو پرضد تاوتریخوالی ډیر کم دی خو راپورونه وایی په تیرو څو کلونو کښې په فرانسې کښې د ښځو پرضد تاوتریخوالی ډیر زیات شوی دی په دې ډول چې د خاوندانو او میړونو لخوا د خپلو میرمنو په جنسی ډول ځورول او  دهغوې وژل په هغو مهمو تاوتریخوالو کښې راځی چې د فرانسې میرمنې ورسره مخامخ دی .

د کریملین ماڼۍ ویاند «دیمیتری پسکوف» وویل ترکیې د سوریې د ځکمنۍ بشپړتیا خلاف ورزۍ کړی ده .

اوس به د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼه ولولو .

د صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د دوهم (۲) ځل لپاره د  نوی کابینې په جوړولو کښې ناکامه شو او اوس د هغه سیال «بنی ګانټس» د کابینې د جوړولو په کار ګمارل شوی .

د لیبیا پوځی څارنوال« فتحی سعد» د ښاریزونو د تښتولو او د وژلو په تور  د ملی پوځ په نوم د ځواکونو د قومندان جنرال خلیفه حفتر د نیولو حکم ورکړ .

د امریکا خارجه وزیر مایک پمپئو وویل له کردانو سره د جنګ د ختمولو لپاره په ترکیې د واشنګټن د برید احتمال شته .

د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع وویل سعودی عربستان په تیرو دولسو (۱۲) ساعتونو کښې څه دپاسه دیرش (۳۰) ځله د «صعده» او د «حجه» ولایت په ډیرو سیمو حملې کړی دی چې له کبله یې ګڼ شمیر ملکی وګړی مړه او ژوبل شوی دی .

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له فاکس نیوز ټیلی ویژن سره په مرکه کښې یو ځل بیا د سعودی عربستان سپکاوی وکړ او ویې ویل عربستان له پیسو پرته بل هیڅ شی نلری .

د افغانستان دقندهار ولایت امنیتی چارواکو وویل په «سپین بولدک» سیمه  کښې  په افغان عسکرو د پاکستان د پوځیانو له حملې وروسته د پاکستان اته (۸) حکومتی عسکر وژل شوی دی .

په داسې حال کښې چې په  بیلابیلو نړیوالو ډګرونو کښې د روسیې او د امریکا ترمنځ تاوتریخوالی هماغه راز دوام لری  امریکا په یوه(۱) بې ساری اقدام کښې په لیتوانیا(Lithuania ) هیواد کښې د روسیې سرحدونو ته نږدې په لسګونو ټانکونه او ګڼ شمیر  پوځیان دیره کړل .

امریکا د شمالی کوریا یوه (۱) باروړونکی کشتۍ چې نیولی یې  وه مصادره کړه .

د پاکستان حکومت د جمعیت علمای اسلام ګوند لخوا د حکومت پرضد د اعتراضونو د پیلیدا د وخت نږدې کیدا ته په پام سره ددغه ګوند د مشرانو نیول پیل کړل .

دعراق د پوځ د ګډو عملیاتو قومندنۍ وویل د امریکا پوځیان چې څو ورځې مخکې عراق ته ورغلی دی د بغداد په موافقې سره د عراق کردستان سیمې ته رسیدلی خو په عراق کښې دهغوې د پاتې کیدا لپاره هیڅ موافقه نشته .

اوس به دتهران چاپ همشهرۍ ورځپاڼه ولولو .

د امریکا د ولسمشر ټرمپ مرستیال مایک پنس(Michael Richard Pence) نن سهار وختی د سوریې په شمال کښې له امن سیمې څخه د کرد ځواکونو د وتلو د اعلانولو په ترڅ کښې وویل په سوریې کښې د دائمی اوربند په هکله له کردانو او ترکیې سره سلامشورې روانې دی او  د اوربند د تحقق امکان شته .

د ترکیې دفاع وزارت نن سهار وویل د سوریې په شمال کښې د نویو عملیاتو د ترسره کولو هیڅ ضرورت نشته .

له داعش سره د تش په نامه نړیوال ائتلاف کښې د امریکا د ولسمشر ټرمپ پخوانی ځانګړی استازی میک ګورک په ترمپ سخته نیوکه وکړه او ویې ویل مونږ د سوریې د تیلو له سرچینو څخه استفاده نشو کولی مګر دا چې وغواړو قاچاقچیان شو.

د امریکا دفاع وزیر مارک اسپیر په یوه (۱)ناڅاپه سفر کښې عراق ته ورغی چې ددغه هیواد له دفاع  وزیر سره کردستان سیمې ته د واشنګټن دعسکرو د انتقالیدا په هکله غور وکړی .

 د بریتانیا د پارلمان غړو په نسبی اکثریت سره د لومړی وزیر بوریس جانسن له اروپایی اتحادیې د وتلو د لایحې کلیات تائید کړل چې دا په پارلمان کښې د جانسن لومړی لپاره  مهم بریالیتوب ګڼل کیږی .

اوس به دکابل چاپ دځینو ورځپاڼو مهم سرټکی له تاسو سره شریک کړو .

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د سولې د خبرو او د ولسمشریزو انتخاتو اړوند د راپورته شویو ناندریو په اړه لیکنې او تبصرې کړی دی.

ویسا ورځپاڼې په سرمقاله کې لیکلی، د وروستیو راپورونو له مخې ویل کېږی چې د اکټوبر په وروستیو کې په چین کې د طالبانو په شمول بین الافغانی غونډه جوړېږی چې دې غونډې ته حکومت هم بلل شوی چې د سیاسی ډلو په ترکیب کې به یې غړی شریک وی.

وړاندې په سرمقاله کې راغلی، د بین الافغانی خبرو او د سولې د بهیر داسې مهال بیا پیلیدل ډېر د حیرانی وړ مسله ده، ځکه چې په افغانستان کې د حکومت قانونی موده پخوا ختمه شوې او د انتخاباتو څرنګوالی ته په پام، د نوی حکومت جوړېدل په لنډ وخت کې ناشونی ښکاری.

د سرمقالې لیکوال په باور، دلته له ورایه ښکاری چې د امریکا لېوالتیا د سولې په نوم پروسې ته زیاته ده، د خلیلزاد سفرونه بیا پیل شوی او د ورځپاڼې په خبره د اشرف غنی حکومت خپلې پخوانۍ ببولالې تکراروی.

د سرمقالې لیکوال پوښتنه کړې چې ولې امریکا د سولې بهیر پیلولو لپاره د نوی حکومت رامنځ ته کېدو انتظار ونه کړ؟

ورځپاڼه زیاتوی، د دې پوښتنې یو ځواب دا دی چې په دې پروسه کې د پخوا په څیر د افغانانو رول او اراده ورته د حساب وړ نه ده؛ اصلی لوری دوی ته طالبان دی چې توافق ورسره وکړی او هغه به په افغانستان کې عملی کوی.

د هېواد دولتی ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، د قطر او مسکو یا چین په لوکسو هوټلونو کې سوله نه شی کېدای!

ورځپاڼه لیکی، افغانان هغه مهال دایمې سولې ته رسېدای شی چې دغه پروسه د افغانانو لخوا رهبری شی، ځکه افغانان د باعزته او تلپاتې سولې غوښتونکی دی او حکومت د خپلو خلکو غوښتنې ته ژمن دی.

د سرمقاله لیکوونکی په باور، که څوک سوله کوی، لومړی دې د سولې لپاره د ژمنتیا ښودلو لپاره اوربند وکړی، بیا دې راشی له خپل ځپل شوی او ځوریدلی افغان سره سوله وکړی، که نه له دې پرته د قطر او مسکو یا چین په لوکسو هوټلونو کې له افغانانو سره پټه سوله نه شی کېدای.

او سرخط ورځپاڼې بیا په انتخاباتو کمېسیون کې د ډیټا سنټر مهرولاک پر ماتېدو اندېښنه ښودلې ده.

ورځپاڼه لیکی، د انتخاباتو کمېسیون د ډیټا سنټر د دهلیز د قفل ماتېدو یو نوی کړیکچ رامنځته کړی او د انتخاباتو شفافیت په تړاو اندېښنې مخ په زیاتېدو دی.

د سرمقالې لېکوال زیاتوی، کله چې د انتخاباتو کمېسیون د ډیټا سنټر د دهلیز د قفل ماتېدو خبر تائیدوی او وایی چې دغه مهرولاک د ځانګړو پولیسو له لوری نه بلکې د دالانشا د یو غړی له لوری مات شوی. نو د دې انتخاباتو پر بې پریتوب څه ډول باور وشی.

د سرمقالې د لېکوال په باور، بله مسئله چې د کمېسیون په بې پریتوب شکونه زیاتوی هغه د کمیسیون د غړیو ترمنځ د نظر اختلافات دی چې په ډېرو مسایلو کې یوه خوله نه دی.

د سرمقالې لیکوال په پای کې لیکی، که چېری دا لړۍ همداسې روانه وی، د دې احتمال ډېر دی چې انتخابات کړکېچ ته لاړ شی چې بیا به یې کنټرول ناممکن وی.