ایران د اټومی ژمنو د کمولو څلورم ګام پورته کوی
Oct 23, 2019 13:01 Asia/Kabul
-
د ایران او د اروپا خبرې اترې دوام لري .
زمونږ خبریال وایی د اسلامی ایران د ولسمشر د دفتر مشر« محمود واعظی» په اټومی تړون کښې د خپلو ژمنو په اجرا کولو کښې د اروپایی هیوادونو د ژمنو ماتولو ته په اشارې سره ټینګار وکړ ایران د اټومی ژمنو د کمولو د څلورم (۴) ګام پورته کولو ته چمتو دی .
هغه نن خبریالانو ته وویل د ایران او د اروپا خبرې اترې دوام لری او که چیرې دواړه لوری موافقې ته ونه رسیږی نو ایران د اټومی ژمنو د کمولو څلورم (۴) ګام پورته کوی .
امریکا د تیر میلادی کال د می دمیاشتې په ۸ نیټه له ایران سره د پینځه جمع یوې ډلې له موافقې چې په ۲۰۱۵ میلادی کال کښې لاسلیک شوی وه په یواړخیزه ډول ووتله .
ټیګونه