د هیوادونوزړه سواندی دې پوه شی،اصلی لومړیتوب دناکراریو درملنه ده
د اسلامی ایران ددرستو قواؤ ستر قوماندان یا کمانډر انچیف په دغو دستورو کې وفرمائیل ؛د خباثتونو او خطرناکو کینو عاملان،پیژندل شوی دی او ددغو پیښو ترشا،د سیمې د ځینو مرتجعو هیوادونو په مالی ملاتړ سره د امریکا او لویدیځ استخباراتی ادارې دی .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای نن د خاتم الانبیاء هوا فضا دفاعی نظام په پوهنتون کې د ایران داسلامی جمهوریت د پوځ د افسری پوهنتونونو د محصلینو د فارغ التحصیلانو او لوړې په ګډو اولسمو دستورو کې دسیمې له ځینو هیوادونو څخه د امنیت دزبیښلو لپاره د د ښمنانو پلانونې ته په اشارې سره وفرمائیل ، دعراق او لبنان زړه سواندی دې پوه شی ، د دوی اصلی لومړیتوب ، د ناکراریو درملنه ده او ددغو هیوادونو خلک دې هم پوه شی ، چې د هغوی په حقه غوښتنې، یوازې د قانونی جوړښتونو په چوکاټ کې د تامین وړ دی .
د اسلامی ایران ددرستو قواؤ ستر قوماندان یا کمانډر انچیف په دغو دستورو کې وفرمائیل ؛د خباثتونو او خطرناکو کینو عاملان ، پیژندل شوی دی او ددغو پیښو ترشا ،د سیمې د ځینو مرتجعو هیوادونو په مالی ملاتړ سره د امریکا او لویدیځ استخباراتی ادارې دی .
حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای په یوه هیواد تر ټولو ستر ګوزار، د هغه د امنیت سلبول وبلل او روښانه ئې کړه،دښمنانو دغه شان تفکر او نظر د ایران لپاره هم د رلودل،خو د ایران ملت په هوښیارتیا او ځیرتیا سره په موقعې په ډګر کې شتون درلود او وسلوال ځواک هم تیار ؤ او هغه دسیسه ئې شنډه کړه .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود په تیرې یوې پیړۍ کې په هند براعظم، ختیځی او لویدیځی آسیا او شمالی او مرکزی افریقا کې د انګریز،فرانسوی او امریکائی پوځونو ځینو جنایتونو ته په اشارې سره ،ووئیل ؛د استعماری قدرتونو د پوځونو اصلی مسئولیّت په نورو هیوادونو تیری ، غصبول او ګوزار ورکول دی ، خو د ایران د اسلامی جمهوریت دپوځ په منطق او فلسفې کې ،ددې په ترڅ کې چې دفاع پخپل ځای کې پیاوړی اوقدرتمنه ده ، خو تیری هیڅ ځایګئ نه لری .
حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای په ۳۳ورځنی او ۲۲ورځنی جنګونو او همداراز په اوه ورځنی جنګ کې د حزب ا... غورځڼګ د ځوانانو او د فلسطینیو میړنیو ځوانانو په وړاندې د صهیونیسټ رژیم د دومدارې ناکامۍ ، د الهی ژمنو دپوره کیدا عینی بیلګې وبللې او زیاته ئې کړه ، په لویدیځی آسیا سیمې کې د استکبار ناکامی ، له ډیرو زیاتو لګښتونو او په دغو ماتو د هغوی له خپلو اعترافاتو سره سره ، د الهی ژمنو د پوره کیدا نوره مثالونه او بیلګې دی .
د ایران د درستو قواؤ ستر قوماندان او کمانډر انچیف ټینګار کی ، په غزې کې د بیرته ستنیدا د حق لاریونونه به ، یوه ورځ خپل ټاټوبی ته د فلسطنیانو د بیرته ستنیدا سبب شی .