ایراني محصلینو د بریطانیې د سفارت مخې ته مظاهرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i85626-ایراني_محصلینو_د_بریطانیې_د_سفارت_مخې_ته_مظاهرې_وکړې
یو شمیر ایراني محصلینو په تهران کښې د انګلستان د سفارت مخې ته په راغونډیدو سره د فلسطیني ولس خلاف د دغه هیواد غلیمانه سیاستونه وغندل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 02, 2019 04:03 Asia/Kabul
  • ایراني محصلینو د بریطانیې د سفارت مخې ته مظاهرې وکړې

یو شمیر ایراني محصلینو په تهران کښې د انګلستان د سفارت مخې ته په راغونډیدو سره د فلسطیني ولس خلاف د دغه هیواد غلیمانه سیاستونه وغندل.

یوشمیر ایراني محصلینو پرون د (بالفور) د شرمناکې بیانیې د صادریدو د کلیزې په درشل کښې په تهران کښې د انګلستان د سفارت مخې ته په راغونډیدو سره د فلسطیني ولس خلاف د دغه هیواد غلیمانه سیاستونه وغندل.

فارس خبري آژانس لیکلې دي چې راغونډ شویو کسانو د فلسطین د بیرغ په پورته کولو سره د بریطانیې د حکومت د غلیمانه سیاستونو او د صهیونیسټي رژيم د جنایتونو په غندنه کښې شعارونه ورکړل.

د ویلو ده چې د بالفور په نامه د بریطانیې د تاریخ شرمناکه بیانیه د فلسطین د نیواک او د صهیونیسټي رژیم د جوړیدو پيلامه ده چې د فلسطین د مظلومو خلکو لپاره یې ډیر کړاؤنه په ځان پسې لرلې دي.