موسوي: تکراري بنديزونه امريکه خپلو اهدافو ته نه شي رسولې
د ايران د خارجه وزارت وياند په ايران باندې د نيو بنديزونو لګولو ته په اشارې سره وويل، د امريکې تکراري بنديزونه به دغه هېواد خپلو اهدافو ته ونه رسوي.
د امريکې خارجه وزارت د ايران د خلقو په خلاف د اقتصادي ترهه ګرۍ د سختولو په چوکاټ کښې وړمه ورخ د ايران له ايټمي فعاليتونو سره د اړوندو موادو او د ابادونې د برخې په خلاف نوي بنديزونه ولګول.
سيد عباس موسوي نن د دې په بيانولو سره چې د امريکه دا ډول اقدامات د دغه هېواد د ډېپلومېسۍ د کمزورۍ او ناکارنده توب نښه ده زياته کړه،له بده مرغه د امريکه له ډېپلومېټکو او معقولو لارو چارو او نوښت له ترسره کولو بې وسه ده او يوازې په زور او اقتصادي ترهه ګرۍ باندې ملا تړي.
موسوي د دې په بيانولو سره چې د امريکې د بدمعاشۍ ډېپلومېسي چې د نورو هېوادونو او حتی د نړيوالو او څو اړخيزو لارو چارو په اړه يې کاروي په يوې نړيوالې ستونزې بدله شوې ده، واضحه کړه، امريکه پکار دي په خودساخته توهماتو کښې له غوټه کېدو لاس واخلي او به برجام کښې په خپلو ژمنو عمل کولو ته دې راستنه شي.