امریکا دې د داعش د بنسټګر په توګه محاکمه شی
ریئسی روښانه کړې ده ،د ایران د مسافری الوتکې د نسکوریدا،په فلسطین اویمن کې دبې ګناه خلکو د وژلې اود پراخې توکمپالنې پشمول د امریکا د بشری حقوقو ضد چلندونه په نړیوالو محکمو کې وسپړل شی .
زمونږ خبریال راپورراکړ د ایران دقضایه قوې مشر سید ابراهیم رئیسی نن ددې خبرې په کولو سره چې امریکا په نړۍ کې د ترهه ګرۍ اصلی راپنځونکی اوملاتړې ده ، زیاته کړې ، باید دنړۍ حقوق پوهان او د نړۍ دخپلواکه بشری حقوقو بهیرونه او اورګانونه ، د بشری حقوقو د خلاف ورزۍ کونکو د محاکمې غوښتنه وکړی .
ریئسی روښانه کړې ده ،د ایران د مسافری الوتکې د نسکوریدا،په فلسطین اویمن کې دبې ګناه خلکو د وژلې اود پراخې توکمپالنې پشمول د امریکا د بشری حقوقو ضد چلندونه په نړیوالو محکمو کې وسپړل شی .
د ایران د قضایه قوې مشر دې ته په اشارې سره چې اسلامی ایران د انسانانو د حقوقو دفاع کوی ، وئیلی دی ، دانسان حقوق یوداسې فرصت دی څو له دې لارې ،نړیوالو ته د انسانانو د حقوقو په دفاع کې د ایران د اسلامی جمهوریت درست کړچارونه وښودل شی .