د یوم الله په مناسبت د ایران د پوځ بیانیه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i85663-د_یوم_الله_په_مناسبت_د_ایران_د_پوځ_بیانیه
د ایران د اسلامي جمهوریت پوځ د انقلاب او نظام د دفاع په ټولو ډګرونو کښې له استکبار سره مقابلې ته خپل چمتووالی اعلان کړ.
(last modified 2026-02-21T08:28:14+00:00 )
Nov 04, 2019 06:05 Asia/Kabul
  • د یوم الله په مناسبت د ایران د پوځ بیانیه

د ایران د اسلامي جمهوریت پوځ د انقلاب او نظام د دفاع په ټولو ډګرونو کښې له استکبار سره مقابلې ته خپل چمتووالی اعلان کړ.

د ایران د اسلامي جمهوریت پوځ په یوه خبرپاڼه کښې د لړم د دیارلسمې یعنې یوم الله د درنښت په ترڅ کښې چې له نړیوال استکبار سره د مبارزې ملي ورځ ده، د انقلاب او نظام د دفاع په ټولو ډګرونو کښې له استکبار سره مقابلې ته خپل چمتووالی اعلان کړ.

د ایران د اسلامي جمهوریت پوځ په دغه بیانیه کښې ټینګار وکړ: د ایران ولس د ۱۳۵۸ کال د لړم په دیارلسمه نیټه په تهران کښې د امریکې د جاسوسي ځالې په تسخیرولو سره ثابته کړه چې له استکبار او د هغه له ګوډاګیانو سره د مبارزې کلک هوډ لري او باوري دی چې له استکبار سره مقابله د اسلامي انقلاب له فلسفې سره نه شلیدونکې غوټه لري.

د ایران د پوځ په خبرپاڼه کښې هم داشان راغلې دي: نن سبا د ګډوډیو او نښتو په رامینځته کولو کښې د لبنان او عراق په شمول د سیمې په ځینو هیوادونو کښې د امریکې فتنه اچونې د امریکې د جاسوسي ځالې د نیولو ضرورت رایادوي ځکه چې هر ځاې امریکا موجوده وي هلته تفرقې او اړې ګړې هم موجود وي.

د ویلو ده چې نن د لړم د میاشتې دیارلسمه نیټه د ایران په اسلامي جمهوریت کښې له نړیوال استکبار سره د مبارزې ملي ورځ ده. له ننه څلویښت کاله مخکښې په هم دې نیټه ایراني محصلینو د ایران د اسلامي انقلاب خلاف د امریکې په ګڼو دسیسو باندې په اعتراض کښې په تهران کښې د امریکې سفارت چې د جاسوسۍ په ځالې بدل شوی و، ونیوه.