اسلامی ایران دir6 ماډرن سنټرفیوژونو فعالیت په قدرت سره پیل کړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i85683-اسلامی_ایران_دir6_ماډرن_سنټرفیوژونو_فعالیت_په_قدرت_سره_پیل_کړ
د ایران دایټمی انرژۍ د ادارې مشر ددې خبرې په کولو سره چې دایران د یورانیمو پخول ترکلونو پورې د آئی آر 1 نومې لومړنیو مشینونو سره ترسره کید، روښانه کړې ده ، هغه کار چې اوس ترسره شوی ، ټاکل شوې وه تر راتلونکو څلورو کلونو پورې ترسره شی ، خو هغه سیاسی مشکل چې لویدیځ د ایران لپاره رامینځةکړی ، لامل شوی څو د ایران د اسلامی نظام لوړپوړی مسئولان دغه فیصله وکړی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 05, 2019 01:39 Asia/Kabul

د ایران دایټمی انرژۍ د ادارې مشر ددې خبرې په کولو سره چې دایران د یورانیمو پخول ترکلونو پورې د آئی آر 1 نومې لومړنیو مشینونو سره ترسره کید، روښانه کړې ده ، هغه کار چې اوس ترسره شوی ، ټاکل شوې وه تر راتلونکو څلورو کلونو پورې ترسره شی ، خو هغه سیاسی مشکل چې لویدیځ د ایران لپاره رامینځةکړی ، لامل شوی څو د ایران د اسلامی نظام لوړپوړی مسئولان دغه فیصله وکړی .

زمونږخبریال راپور راکړ  د  ایران داسلامی جمهوریت د  ایټمی انرژۍ ادارې مشر علی اکبر صالحی پرون ناوخته د ایران په نطنز کمپلیکس کې  دیورانیمو دپخولو  په  برخې کې د آئی آر 6 نومې  دنوی  ماډرن  سنټرفیوژ ددیرش کړه ایزې لړۍ  د افتتاح په دستورو کې  پخپلې وینا کې ووئیل  دغه سنټرفیوژونه  د  لومړنی ماډل سنټرفیوژونو  په مقابل  کې لس برابره زیات  دیورانیمو پخولو  کار ترسره کولی شی .

علی اکبر صالحی  ددې خبرې په کولو سره چې  دایران د یورانیمو دپخولو ظرفیّت  اته زره  شپږ سوه شپیتو ته رسیدلی دی وئیلی ،  د ا یران دیورانیمو تولید  چې د جامعې نړیوالې ایتمی  موافقې د ژمنتیاؤ د کمیدا له دریم ګام مخکې ،په ورځې کې کابو  څلور سوه پنځوس ګرامه ؤ ، اوس په ورځ کې   څه دپاسه پنځه  زره ګرامو ته  رسیدلی دی .

 د ایران دایټمی انرژۍ  د  ادارې مشر  ددې خبرې په کولو سره چې  دایران د یورانیمو پخول ترکلونو پورې  د  آئی آر 1 نومې لومړنیو مشینونو سره ترسره کید، روښانه کړې ده ،  هغه کار چې  اوس ترسره شوی ،  ټاکل شوې وه تر راتلونکو څلورو کلونو پورې ترسره شی ، خو  هغه سیاسی مشکل چې  لویدیځ  د ایران لپاره رامینځةکړی ، لامل شوی څو د ایران د اسلامی نظام  لوړپوړی مسئولان  دغه فیصله وکړی .

  صالحی ټینګار کړی ،  دایران  ایټمی سائنسدانان  خپلو پرمختګونو ته  دوام ورکوی.