اسلامی ایران دir6 ماډرن سنټرفیوژونو فعالیت په قدرت سره پیل کړ
د ایران دایټمی انرژۍ د ادارې مشر ددې خبرې په کولو سره چې دایران د یورانیمو پخول ترکلونو پورې د آئی آر 1 نومې لومړنیو مشینونو سره ترسره کید، روښانه کړې ده ، هغه کار چې اوس ترسره شوی ، ټاکل شوې وه تر راتلونکو څلورو کلونو پورې ترسره شی ، خو هغه سیاسی مشکل چې لویدیځ د ایران لپاره رامینځةکړی ، لامل شوی څو د ایران د اسلامی نظام لوړپوړی مسئولان دغه فیصله وکړی .
زمونږخبریال راپور راکړ د ایران داسلامی جمهوریت د ایټمی انرژۍ ادارې مشر علی اکبر صالحی پرون ناوخته د ایران په نطنز کمپلیکس کې دیورانیمو دپخولو په برخې کې د آئی آر 6 نومې دنوی ماډرن سنټرفیوژ ددیرش کړه ایزې لړۍ د افتتاح په دستورو کې پخپلې وینا کې ووئیل دغه سنټرفیوژونه د لومړنی ماډل سنټرفیوژونو په مقابل کې لس برابره زیات دیورانیمو پخولو کار ترسره کولی شی .
علی اکبر صالحی ددې خبرې په کولو سره چې دایران د یورانیمو دپخولو ظرفیّت اته زره شپږ سوه شپیتو ته رسیدلی دی وئیلی ، د ا یران دیورانیمو تولید چې د جامعې نړیوالې ایتمی موافقې د ژمنتیاؤ د کمیدا له دریم ګام مخکې ،په ورځې کې کابو څلور سوه پنځوس ګرامه ؤ ، اوس په ورځ کې څه دپاسه پنځه زره ګرامو ته رسیدلی دی .
د ایران دایټمی انرژۍ د ادارې مشر ددې خبرې په کولو سره چې دایران د یورانیمو پخول ترکلونو پورې د آئی آر 1 نومې لومړنیو مشینونو سره ترسره کید، روښانه کړې ده ، هغه کار چې اوس ترسره شوی ، ټاکل شوې وه تر راتلونکو څلورو کلونو پورې ترسره شی ، خو هغه سیاسی مشکل چې لویدیځ د ایران لپاره رامینځةکړی ، لامل شوی څو د ایران د اسلامی نظام لوړپوړی مسئولان دغه فیصله وکړی .
صالحی ټینګار کړی ، دایران ایټمی سائنسدانان خپلو پرمختګونو ته دوام ورکوی.