ایران دې دایټمی موافقې دژمنتیاؤ په کمولوکې له زغمه کار واخلی
د ایران اسلامی جمهوریت دنړیوالې ایتمی موافقې په اساس دخپلو ژمنتیاؤ د کمولو په زمینې کې ښودلې ډه چې تهران دخپل کلک هوډ په عملی کولو کې هیڅ شک نه لری او که تر رتلونکی سبا پورې د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې نورو لورو عملی ګام غوره نه کړ،نو دایران څلورم ګام به چې د برابریدو او ارزونې په حال کې دی ، په قدرت سره اجرائی شی .
زمونږخبریال راپور راکړ د اروپائی کمیشن ویندوئې مایا کوتسیانچیچ پرون ناوخته له ایرانه غوښتی دی ، د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې د ژمنتیاؤ د کمولو په باب دایران داقداماتو په دوام اندیښمن دی او باید نړیواله ایټمی موافقه وساتل شی .
د اروپائی کمیشن د اندیښنو څرګندول په داسې حال کې دی چې د اسلامی ایران مرستیال خارجه وزیر عباس عراقچی د اکتوبر په څلورویشتمه نیټه د ایران ددریم ګام دشپیته ورځنی الټی میټم د ختمیدا په درشل کې کې اروپایانوته خبرداری ورکړی،که په نړیوالې ایټمی موافقې کې د ایران ګټې تامین نشی،نو څلورم ګام به هم په قدرت سره اجرائی شی .
د جامعې نړیوالې ایټمی موافقېد مادو په اساس د ایران ژمنتیاؤ دکمیدا دریم ګام د ستمبر په شپږمه نیټه پورته شوی او په دې چوکاټ کې د ایټمی څیړنو اوپراختیا په زمینې کې درست محدودیتونه څنګة کړا ئ شوی دی .دریم ګام خپلې شپې ورځې پای ته رسوی او د نومبر په شپږمه نیټه د ایران د څلورم ګام د پیلیدا وخت دی .