د ایران عربستان ا ړیکو کې نوی باب پرانیستونکی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i85690-د_ایران_عربستان_ا_ړیکو_کې_نوی_باب_پرانیستونکی_دی
د ایران خارجه وزیر هم د اختلافاتو د حل لپاره د سیمې درستو هیوادونو ته مکتوبی پیغام ورکړی،چې په سیمې کې د ملګرتیا او همغږۍ په اساس د آرامښت دبیرته ستنولو لپاره د مونږ دنوښت او ټینګار ښودنه کوی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 05, 2019 04:21 Asia/Kabul
  •  د ایران عربستان  ا ړیکو کې نوی باب پرانیستونکی دی

د ایران خارجه وزیر هم د اختلافاتو د حل لپاره د سیمې درستو هیوادونو ته مکتوبی پیغام ورکړی،چې په سیمې کې د ملګرتیا او همغږۍ په اساس د آرامښت دبیرته ستنولو لپاره د مونږ دنوښت او ټینګار ښودنه کوی .

  د اسلامی ایران د ولسمشر  د دفتر مسئول محمود واعظی  په  یولړ څرګندونو کې  د ایران او عربستان  د اړیکو په باب وئیلی دی ، دواړو هیوادونو په تیرو وختونو کې ښې اړیکې درلودلی  ،خو  د امریکا ددرز اچونکو سیاستونو په دلیل   دسیمې هیوادونه تر دباؤ لاندې دی .  هغه ووئیل  البته اوس د امریکا سیاستونه  روښانه شوی او  ګاونډی هیوادونه متوجه شوی دی چې  دسیمې  د  آرامښت  او د درز او تفرقې او د جنګ جګړو د ټغر د ټولولو لپاره   له سیمه ایزې سولې پرته بل  هیڅ لاره نشته  او ایران  ددغه مهم یو مخکښ قدرت دی .

  هغه د امریکا  دسیاستونو په  وړاندې دې  دسیمې  دنوی کړچار خبر ورکړ او وې وئیل ،  عربستان ته  تازه امریکائی ځواکونو ورتلل هم  دسیمې په هیوادونو ددباؤ د اعمالولو او د درز اچونې لپاره د امریکا دسیاستونو دوام دی  چې د سیمې د امنیت  دتامینو په باب دخبرواترو  لپاره د  سیمې د یوادونو  له وروستی کړچار سره  به  په چورلټ ډول  دغه سیاست هم ماته وخوری .  محمود واعظی په دوام کې وئیلی دی ،مونږ نه یوازې  سعودی عربستان ته ،بلکې  د سیمې د رستو هیوادونو ته  د خبرواترو  د کرښې د رامینځةکولو لپاره روښانه پیغام ورکړی  او دایران  خارجه وزیر  هم   د اختلافاتو د حل لپاره  دسیمې  درستو هیوادونو ته مکتوبی پیغام  ورکړی ، چې  په سیمې کې د ملګرتیا او همغږۍ  په اساس د آرامښت دبیرته ستنولو لپاره د  مونږ دنوښت او ټینګار ښودنه کوی .