د ایران د برجامي ژمنو کمیدل دوام لري
په ایران کښې د ایټمي موافقې په اجرا باندې د څارنې د پلاوي غړي وویل: د برجام د لورو له خوا د دغې موافقې د ژمنو د نه اجرا کیدو په بڼه کښې به د ایران د ژمنو د کمولو بهیر هم دوام ولري.
په ایران کښې د ایټمي موافقې په اجرا باندې د څارنې د پلاوي غړي او په نړیوالو چارو کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر سلاکار علي اکبر ولایتي د فرانس-۲۴ ټیلیویژني چینل له عربي برخې سره په خبرو کښې چې نن خپره شوه، زیاته کړه: که اروپایان په خپلو ژمنو عمل ونه کړي نو ایران به د خپلو برجامي ژمنو د کمولو څلورم ګام اجرايي کړي.
هغه وویل: بنیادي ستونزه دا ده چې فرانسه او په ایټمي موافقه کښې شامل نور اروپايي هیوادونه پر خپلو ژمنو او خبرو عمل نه کوي.
ښاغلي ولایتي څرګنده کړه: فرانسویان په خپلو تبلیغاتي او سیاسي کارونو سره غواړي د نړۍ خلکو ته داسې وښايي چې ګني دوي صلحه ایزو اهدافو ته د رسیدو په تکل کښې دي.
په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي انقلاب د معظم رهبر سلاکار د لویدیځې آسیا بدلونونو او د دغې سیمې له ټولو هیوادونو سره مذاکرې ته د ایران ته په اشارې سره وویل: ایران د عربستان او اماراتو په شمول د سیمې له ټولو هیوادونو سره د اړیکې لپاره واسطې او مینځګړي ته ضرورت نه لري.
ولایتي هم عربستان او امارات د سیمې په هیوادونو کښې له لاسوهنې منع کړل او هم داشان یې وویل چې د یمن خلک باید د خپل هیواد په هکله په خپله فیصله وکړي او ایران په یمن کښې د هر ډول بهرنی لاسوهنې مخالف دی.