ټولو ته د امام حسن عسکري (ع) د شهادت تسليت وايوو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i85712-ټولو_ته_د_امام_حسن_عسکري_(ع)_د_شهادت_تسليت_وايوو
نن د ربيع الاول يا وړومبۍ خور د مياشتې اتمه نېټه ده چې د امامت او ولايت د آسمان د يولسم ځلانده ستوري حضرت امام حسن عسکري (ع) د شهادت له کليزې سره سمون خوري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 06, 2019 04:22 Asia/Kabul
  • ټولو ته د امام حسن عسکري (ع) د شهادت تسليت وايوو

نن د ربيع الاول يا وړومبۍ خور د مياشتې اتمه نېټه ده چې د امامت او ولايت د آسمان د يولسم ځلانده ستوري حضرت امام حسن عسکري (ع) د شهادت له کليزې سره سمون خوري.

د ۲۶۰ هجري قمري کال د ربيع الاول يا وړومبۍ خور د مياشتې په اتمه نېټه د خداے د ګران رسول حضرت محمد مصطفی (ص) يو نمسے امام حسن عسکري د عراق په سامرا ښار کښې شهيد کړے شو.

د امام حسن عسکري (ع) قدرمن پلار حضرت امام علي نقي (ع) د پېغمبراکرم (ص) يو نمسے ؤ او ګرانه مور يې يوه عالمه، فضيلت لرونکې او خېر خواه مېرمن وه.

امام حسن عسکر (ع) د خپل پلار له شهادته وروسته د مسلمانانو ديني مشري او رهبري په غاړه واخېسته.د امام حسن عسکري (ع) د ۲۹ کلن عمر دوران په دريو برخو وېشل کيږي، وړومبۍ برخه يې ديارلس کاله ده چې دغه دوران يې په مدينه منوره کښې تېر کړ، دويم لس کلن دوران يې په سامرا کښې له امامته مخکښې ؤ او دريم دوران يې تقريباً شپږ کاله د امامت دوران ؤ.

د هغه حضرت د شهادت د کليزې په مناسبت بېګا او نن د ايران په ټول اسلامي جمهوريت کښې خلق په جوماتونو، امامباړو او همدارنګ په مشهد مقدس ښار کښې د حضرت امام علي رضا (ع) په پاک حرم کښې او په قم مقدس ښار کښې د حضرت بي بي معصومه (س) په پاک حرم کښې په راغونډېدو سره د وير او ماتم په مراسمو بوخت دي.مونږ په دې موقع د نړۍ ټولو مسلمانانو او پتياليو انسانانو په تېره بيا تاسو قدرمنو اورېدونکو ته د زړۀ له کومې تسليت او تعذيت وړاندې کوو.