امریکاپه نړۍ کې دترهه ګرۍملاتړي پنځونکی او د شرارت مشره ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i85747-امریکاپه_نړۍ_کې_دترهه_ګرۍملاتړي_پنځونکی_او_د_شرارت_مشره_ده
که د جامعې نړیوالې موافقې درست لوری خپلې ژمنتیاوې پوره کړی،نو اسلامی ایران به هم خپلې ژمنتیاوې اجرا کړی .او د دغې نړیوالې ایټمی موافقې درست لوری دې پوه شی،چې ایران هیڅکله په یواړخیز ډول نړیوالې ایټمی موافقې ته پابند نشی پاتیکیدلی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 08, 2019 03:02 Asia/Kabul
  • امریکاپه نړۍ کې دترهه ګرۍملاتړي پنځونکی او د شرارت مشره ده

که د جامعې نړیوالې موافقې درست لوری خپلې ژمنتیاوې پوره کړی،نو اسلامی ایران به هم خپلې ژمنتیاوې اجرا کړی .او د دغې نړیوالې ایټمی موافقې درست لوری دې پوه شی،چې ایران هیڅکله په یواړخیز ډول نړیوالې ایټمی موافقې ته پابند نشی پاتیکیدلی .

ایرنا خبری اژانس راپورورکړ ، داسلامی ایران د خارجه وزارت ویندوی عباس موسوی بیګا د امریکا د خارجه وزارت د ویندوئې مورګن اورتاګس   د ایران په ضدد سپیرو خبرو په غبرګون کې  پخپل ټولنیز پیغام کې لیکلی دی ، آیا   د هغه رژیم  ددغو خبرو په  آوریدو سره چې  په حقیقت کې  په نړۍ کې د  شرارت او یو اړخیز پالنې مشری په غاړه لری ،  او په نړۍ کې د ترهه ګرۍ مالی ملاتړ، پنځونکی او پشتیبان وی ، عجیبه نه ښکاری ؟

  مورګن اوتاګس  پرون  دایران په ضد پارونکو څرګندونو کې  دایران د جامعې نړیوالې ایتمی موافقې  د ژمنتیاؤ د کمولو په اړه د څلورم ګام  په غبرګون کې   له نړیوالې ټولنې غوښتی دی ،څو پر اسلامی ایران دباؤنه زیات کړی .

  د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی  دسه شنبې په ورځې د ایران  له خوا د نړیوالې ایټمی موافقې  دژمنتیاؤ د کمولو  د څلورم ګام  داجرا په  اعلان سره  په ډاګه کړې ، د ایران  د ایټمی انرژۍ ادارې ته ئې  حکم ورکړی ،  دفردو کمپلیکس په  شهید علی محمدی  ایټمی تاسیساتو کې دې  دیورانیمو پخول پیل کړی .

ډاکټر  حسن روحانی  ټینګار کړی ،  د ایران څلورم ګام به هم د   د مخکینیو درو ګامونو په څیر  بیرته  ستنیدا وړ  دی ، او که د  جامعې نړیوالې  موافقې  درست لوری خپلې ژمنتیاوې پوره کړی ، نو اسلامی ایران به   هم  خپلې ژمنتیاوې اجرا کړی .  او د دغې نړیوالې ایټمی موافقې درست لوری دې  پوه شی ، چې ایران هیڅکله  په یواړخیز ډول  نړیوالې ایټمی موافقې ته پابند  نشی پاتیکیدلی .

 د اسلامی ایران د ایټمی انرژۍ ادارې  دپنجشنبې  په لومړنیو دقیقو کې د  ایټمی انرژۍ ډنړیوال آژانس په څارنې سره  په فردو  کمپلیکس کې  د یورانیمو بیرته تولید اوپخول  پیل کړی دی .