معظم رهبر د آذربایجانِ شرقي له زلزله ځپلو سره خواخوږي څرګنده کړه
Nov 09, 2019 07:44 Asia/Kabul
د دغې زلزلې له امله تراوسه شپږ تنه مړه شوي او سلګونه نور زخمي شوې دي.
په آذربایجانِ شرقي ولایت کښې د ولي فقیه استازي نن د دغه ولایت له زلزله ځپلو سیمو د کتنې په ترڅ کښې زلزله ځپلو خلکو ته د د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د تسلیت او خواخوږۍ پيغام ابلاغ کړ.
حجت الاسلام والمسلمین سید محمد علي آل هاشم په دغې کتنې کښې د زلزله ځپلو خیمو ته په ورتګ او له مرسته کونکو سره په خبرواترو سره، د دغو سیمو له وروستي وضعیته خبر شو.
د ویلو ده چې وړمه شپه د ایران د شمال لویدیځ د آذربایجان شرقي ولایت د میانه او سراب ولسوالیو په ځینو کښې ۵.۹ ریکټره زلزله راغلې وه.
د دغې زلزلې له امله تراوسه شپږ تنه مړه شوي او سلګونه نور زخمي شوې دي.
ټیګونه