ایران د سیمې دهیوادونو په ملی حاکمیّت باندې دهرډول تیری مخالف دی
د ایران خارجه وزارت ویندوی همداراز د ایران د ژمنتیاؤ دکمیدا دڅلورم ګام تله پیلیدا وروسته دفرانسې د ولسمشر آمانوئل ماکرون د تندې لهجې دریځ په باب هم ووئیل،د ماکرون دریځ د درک وړ دی،دوی د ایران جدی دریځ ولید او له بل پلوه هم دخپلو بې وسیّو لپاره لپاره هیڅ ځواب نه لری .
زمونږخبریال راپورراکړ د ایران داسلامی جمهوریت دخارجه وزارت ویندوی سیدعباس موسوی نن په تهران کې په خبری کنفرانس کې په سورئې د ترکیې له حملې وروسته دایران له چارواکو د خپګان په باب دترکیې د ولسمشر څرګندونو په باب د یوې پوښتنې په ځواب کې ووئیل ، دسیمې له هیوادونو په تیره بیا له دوستو هیوادونو سره د ایران دوستانه اړیکې پخپل ځای شته ،ددې په ترڅ کې چې له ترکیې سره دایران اړیکې هیڅکله هم د اوس په شان مثالی نه دی.خو دا له خپلو اصولی دریځونو د تهران د شاتګ په معنا نه دی.
دایران دخارجه وزارت ویندوی همدرااز د ایران داخل ته دعراق د وروستیو ولسی اعتراضونو د کاږل کیدا د احتمال او ددې تر شا د لاسونو په باب د رجب طیب اردوغان دڅرګندونو په باب هم روښانه کړې،د اردوغان خبرې په حقیقت کې یو ډول خبرداری او سم او پخپل ځای دی،او ښه ده چې دسیمې هیوادونه هوښیار اوحساس وی .
عباس موسوی په ایټمی نظرئې کې د ایران د بیا کتنې د احتمال په باب د ایران د مرستیال خارجه وزیر عباس عراقچی او دغه راز د اروپایانو د ایټمی موافقې د میکانزم په باب دڅرګندونو په اړه چې دبیرته بندیزونو خبرې ئې کړی دی ، هم ووئیل ، اروپایان نه ددغه شان کار حق لری او نه هم دغه شان کار کولی شی ،ځکه د ایران دایټمی ژمنتیاؤ کمیدا د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې د مادو په اساس ده او دا د اسلامی ایران لپاهر یو محفوظ حق دی . هغه دغه راز د ایرا ن د ایټمی ژمنتیاؤ د کمیدا د څلورم ګام اجرائی کیدا ته په اشارې سره هم ووئیل،تر اوسه پورې ډیپلوماسی فرصت لری او د خبرواترو دروازې پرانیستی دی .د ایران خارجه وزارت ویندوی همداراز د ایران د ژمنتیاؤ دکمیدا دڅلورم ګام تله پیلیدا وروسته دفرانسې د ولسمشر آمانوئل ماکرون د تندې لهجې دریځ په باب هم ووئیل ، د ماکرون دریځ د درک وړ دی ، دوی د ایران جدی دریځ ولید او له بل پلوه هم دخپلو بې وسیّو لپاره لپاره هیڅ ځواب نه لری . ایران هماغه راز په جامعې نړیوالې ایټمی موافقې کې خپلو دریځونو ته دوام ورکوی او په راتلونکو دوومیاشتو فرصت کې اروپا باید پخپلو ژمنتیاؤ عمل وکړی او اسلامی ایران قانع کړی.