ویټامین ډی د انسان لپاره کومې ګټې لری ؟
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i85828-ویټامین_ډی_د_انسان_لپاره_کومې_ګټې_لری
زمونږ خبریال وایی د ویټامین ډی کموالی د انسان د طبعیت یعنی د مزاج د خرابیدا سبب کیږی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 11, 2019 13:18 Asia/Kabul
  • ویټامین ډی د انسان لپاره کومې ګټې لری ؟

زمونږ خبریال وایی د ویټامین ډی کموالی د انسان د طبعیت یعنی د مزاج د خرابیدا سبب کیږی .

د انسان په بدن کښې د ویټامین کمۍ نه یوازې د هډوکو د ناروغۍ بلکې د انسان په طبعیت او مزاج  کښې د خپګان ، زیږتیا، د زړه د تنګیدا د  مشکل  او نورې ذهنی رامینځته کوی چې درملنه یې ډیره سخته ده .

()

د انسان په بدن کښې د ویټامین ډی د کمی په وجه هغه بیا بیا ناروغه کیږی او زر یې ساړه وهی اوکه چیرې تاسو د زکام مشکل لرئ نو د ویټامین ډی ازموینه ضرور وکړئ .

()

له خواړو څخه ترلاسه شوی کیلشیم د انسان په بدن کښې د خواړو په هضمولو کښې ویټامین ډی مهم رول لری او که چیرې ویټامین ډی کم وی نو ورسره د کیلشیم کمی هم ضروری خبره ده .

په وینې کښې د کیلشیم او د ویټامین ډی د کمی په خاطر د ملا درد ، او د هډوکو د ماتیدا یعنی د اوسټو پروسیس ناروغۍ  (Osteoporosis)خطرونه زیاتیږی .

()

 د ویټامین ډی کمی د انسان د سر د ویښتانو د کمزورتیا سبب کیږی او ویښتان په چټکۍ سره تویږی .

د ویټامین ډی کمی هروخت د ستړیا ، په وژو کښې د درد او د زخم په ځنډ سره جوړیدل هم شامل دی .

()

ویټامین ډی ته سن شائن او سن لائټ ویټامین هم ویل کیږی ځکه چې د لمر سترګې رڼا په انسان کښې ویټامین ډی زیاتوی .

په دې سربیره ویټامین ډی په، سویا میلک (Soy milk) مالټو، د هګیو په زیړو ، قارچ یعنی مشروم ، سالمون کبانو ، ماستو، د شنو پاڼو په سبزیانو او د کبانو په تیلو کښې هم وی .