ایران د پمپئو لاسوهونکو څرګندونو ته ځواب ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i85959-ایران_د_پمپئو_لاسوهونکو_څرګندونو_ته_ځواب_ورکړ
د ایران د خارجه وزارت ویاند بیګا د هیواد په ځینو ښارونو کښې له یوه ډله ګډوډي جوړونکو څخه د امریکې د خارجه وزیر مایک پمپئو د ملاتړ او ملګرتیا څرګندولو ته سخت غبرګون وښوده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 18, 2019 04:07 Asia/Kabul
  • ایران د پمپئو لاسوهونکو څرګندونو ته ځواب ورکړ

د ایران د خارجه وزارت ویاند بیګا د هیواد په ځینو ښارونو کښې له یوه ډله ګډوډي جوړونکو څخه د امریکې د خارجه وزیر مایک پمپئو د ملاتړ او ملګرتیا څرګندولو ته سخت غبرګون وښوده.

د ایرنا په لیکنه، سید عباس موسوي د دا ډول مداخله غواړو ملاتړونو او څرګندونو د رټنې او غندنې په ترڅ کښې څرګنده کړه: د ایران عزتمند خلک ښه پوهیږي چې دا ډول له ریا او چل ول ډکې نظرڅرګندونې هیڅ ډول صادقانه او زړه سواندې خواخوږي نه لري.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د ایران د خلکو په نسبت د امریکې د حکومت په تیره بیا د دغه رژيم سپیرو او بدغواړو نیتونو ته په اشارې سره زیاته کړه: په زړه پورې ده چې د خواخوږۍ څرګندونه له هغو خلکو سره کیږي چې د امریکې د اقتصادي ترهګرۍ تر دباؤ لاندې دي او له دې مخکښې د هم دغه کس له خولې په ډاګه ویل شوې وو چې باید د ایران خلک اوږې وساتل شي څو زمونږ په وړاندې سر ټیټ کړي.

یاده دې وي چې مایک پمپئو وړمه شپه په خپل ټویټر کښې د پټرولو د قیمت د اصلاح په وجه د ایران پّ ځینو ښارونو کښې تیت پرکو اعتراضونو ته په اشارې سره مدعي شوی و چې واشنګټن د ایران د خلکو ملاتړ کوي.