د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه :-
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو ښې چارې اوس به ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام درته وړاندې کړم هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ .
نن به لومړۍ د تهران ګڼ چاپ ورځپاڼه کیهان ولولو .
دې ورځپاڼې په خپل لومړی مخ د ایران د اسلامی انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی د یوه (۱) ستر عکس د چاپولو ترڅ په یوې (۱) غونډې کښې د هغه حضرت په قول ویلی دی د حکومت چارواکی د بیو د زیاتیدا په هکله ځیر ووسی او زیاته یې کړه خلک خپل صف باید له ورانکارو کسانو جلا کړی .
امریکا په رسمی ډول په ایران کښې د بلواګرو ملاتړ اعلان کړ .
د ملګروملتونو راپورټرې میرمنې اګنس کالامار د سعودی عربستان د خبریال جمال خاشقچی د وژلې په هکله په نړیوالې ټولنې د نیوکې په ترڅ کښې د جرمنی صدراعظمه انګلا مرکل او د فرانسې ولسمشر امانوئل ماکرون د خاشقچی په وژلې کښې د سعودی عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان ملګری وبلل .
د امریکا د ولسی جرګې کانګرس د استخباراتی کمیټۍ مشر ایډم شیف ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هیواد لپاره ترټولو ستر ګواښ وباله .
د انګلستان ګارډین ورځپاڼې په هانګ کانګ کښې د اعتراض کونکو تاوتریخجنو اقداماتو ته په اشارې سره وویل د اعتراض کونکو دغه اقدامات سبب شول چې له دوې د خلکو ملاتړ کم شی .
د شمالی کوریا له ګواښ وروسته امریکا او جنوبی کوریا د ګډې پوځی مانورې له ترسره کولو پښیمانه شول .
دفلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس د سیاسی دفتر مشر اسماعیل هنیه په غزې تړانګې د صهیونیسټ رژیم د وروستیو تیریو په مقابل کښې د جهاد اسلامی غورځنګ د پوځی څانګې القدس غونډونو د کړچار او د خلکو د مقاومت قدرونه وکړه .
د بریتانیا رسنیو او پلټونکو وویل د لندن حکومت او وسله وال ځواکونه هڅه کوی د انګلستان دپوځیانو په لاس د عراق او د افغانستان د ماشومانو وژله پټه وساتی او ددغو وژلو په هکله د هرډول تحقیق مخه ونیسی .
د امریکا د جاسوسۍ ادارې سی ایی ای (CIA) پخوانی مشر ډیویډ پیټرائوس (David Howell Petraeus ) د سعودی عربستان د بودجې کمښت ته په اشارې سره ټینګار وکړ د سعودی عربستان ډالر سوکه سوکه د ختمیدا په حال کښې دی .
هغه وویل عربستان غواړی د تیلو د ارامکو شرکت د ونډو لومړنی وړاندې کول بریالی ووسی ځکه چې د بهرنیو هیوادونو پانګونې او ورپسې ډالرو ته ضرورت لری .
له دوهم (۲) نړیوال جنګ په وروسته لسیزو کښې د امریکا د امپریالیسټی سیاستونو پلانونکی او پخوانی خارجه وزیر هینری کسینجر (Henry Alfred Kissinger) د واشنګټن چارواکو ته خبرداری ورکړی د چین او د امریکا تجارتی جنګ به له نړیوالو جنګونو څخه زیات د ناوړه غمیزې د رامینځته کیدا سبب شی .
د ملګروملتونو استازی ژان ارنول د بولیویا د کودتاچیانو له ولسمشر ژنینیه انز (Jeanine Anez) سره په کتنې کښې ددغه هیواد د حالاتو په هکله چې ممکنه ده د وژلې د زیاتیدا په نتیجه کښې له کنټرول څخه ووځی اندیښنه څرګنده کړه .
د ملګروملتونو دغه اندیښنه وروسته له دې څرګنده شوی ده چې د بولیویا موقته ولسمشر د خلکو د اعتراضونو او د ناکراریو په ځپلو کښې د عسکرو لاسونه خلاص پریښودلی دی او هغوې یې له مجرمانه مسولیت څخه معاف کړی دی .
د یمن د پلازمینې د صنعا د هوایی ډګر مسول وویل د سعودی عربستان لخوا د یمن څلورپنځوس (۵۴) میاشتې ظالمانه کلابندۍ او د صنعا د هوایی ډګر بندیدا د شپیتو زرو (۶۰۰۰۰)ناروغانو د وژل کیدا سبب شوی دی .
د سعودی عربستان د کلابندۍ په وجه د یمن ناروغان په ډیر بد حالت کښې دی او په زرګونو ناروغان د درملنې لپاره بهر ته د تلو امکان نلری .
د سریلانکا پخوانی دفاع وزیر ګوتا بایا راجا پاکسې ( Rajapaksa) د دغه هیواد په انتخاباتو کښې بریالی شو او د نوی ولسمشر په توګه معرفی شو .
د داعش ډلې غړو په کانګو ډیموکراټیک جمهوریت کښې په یوه (۱) کلی برید سره پینځلس (۱۵) ملکی وګړی ووژل او یوشمیر نور یې ژوبل هم کړل .
ویل کیږی شپږ (۶) وژل شوی کسان د یوې(۱) کورنۍ غړی دی .
په ناټو تړون د فرانسې د ولسمشر امانوئل ماکرون له نیوکې څو اونۍ وروسته د جرمنی د پارلمان یوه (۱)غړی «یورګن تریتین» هم ناټو بې مصرفه تړون وباله او وزیاته یې کړه هغه څه چې له ناټو پاتې دی یوازې سیوره(سایه ) ده .
د جرمنی د پارلمان دغه غړی وویل دحقیقتونو په هکله خپلې سترګې خلاصې کړو او په عینی حقایقو سترګې پټې نکړو .
اوس به د تهران چاپ همشهری ورځپاڼه وګورو .
د ایران د اسلامی شورا مشر علی لاریجانی په هیواد کښې د وروستیو پیښو په هکله د حکیمانه خبرو په خاطر د اسلامی انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای قدرونه وکړه او ویې دهغه حضرت حکیمانه خبرو د هیواد د خلکو او د حکومتی چارواکو د حرکت لاره روښانه کړه .
د امریکا د ولسی جرګې کانګرس مشرې نانسی پیلوسی او د امریکا د مشرانو جرګې د لږکیو مشر له ولسمشر ټرمپ وغوښتل د کانګرس په کمیټیو کښې چې د هغه د اسیتضاح په هکله د تحقیق په حال کښې دی حاضر شی .
د چین د اقتصتادی پلانونې کمیسیون وویل دغه هیواد له یوسل اوه دیرشو (۱۳۷) هیوادونو او دیرشو (۳۰) نړیوالو موسسو سره د وریښمو د لارې په چوکاټ کښې د ملګری یوسل اوه نوی (۱۹۷) موافقې لاسلیک کړی دی .
د بولیویا استعفا شوی ولسمشر ایو مورالس په خپل هیواد کښې د کورنی جنګ د رامینځته کیدا په هکله خبرداری ورکړ .
د امریکا سپینې ماڼۍ د ایران په کورنیو چارو کښې د خپلو مغرضانه لاسوهنو او بلواو ته دلمن وهلو او د بلواګرو د ملاتړ په دوام کښې یوه(۱) بیانیه خپره کړه .
سپینې ماڼۍ په دغه بیانیې کښې وویل امریکا د حکومت پرضد د ایران دخلکو د سوله ایزو مظاهرو ملاتړ کوی .
د اسرائیلو لومړی وزیر نتانیاهو له عربو ګوندونو سره د ائتلافی کابینې له جوړولو ویره لری .
د امریکا د جاسوسۍ ادارې سی ایی ای (CIA) پخوانی مشر ډیویډ پیټرائوس ټینګار وکړ د سعودی عربستان ډالر سوکه سوکه دختمیدا په حال کښې دی .
د سریلانکا پخوانی دفاع وزیر راجا پاکسې بیا د نوی ولسمشر په توګه انتخاب شو .
د کویت د استعفا شوی حکومت دفاع وزیر ناصر صباح الاحمد الصباح ددغه هیواد دحکومت د استعفا اصلی دلیل د پوځ له مالی صندوق ناوړه استفاده او خلاف ورزۍ اعلان کړه .
اوس به د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼه ولولو .
د امریکا ولسمشر ټرمپ اعتراف وکړ د سوریې په سرحدونو کښې د ګزمې ګروهنه نلری او د واشنګټن لپاره ډیره مهمه ده چې دسوریې د تیلو د بډایه سیمو کنټرول وساتی او د امریکا پوځ یوازې د همدې مقصد لپاره په سوریې کښې پاتی دی .
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان په جنوبی اسیا ، مینځنی ختیځ او مرکزی اسیا کښې د سولې او دپراختیا په سیمینیار کښې په یوې (۱)وینا کښې وویل د ایران اسلامی جمهوریت زمونږ دوست او ګاونډی هیواد دی او تل په سختو شرایطو کښې د پاکستان په څنګ کښې ولاړ وو او دی .
دیمن په مارب ولایت کښې د استعفا شوی حکومت د دفاع وزارت په مرکز توغندوی برید کښې د استعفا شوی ولسمشر منصور هادی د یوشمیر لوړرتبه قوماندانانو په شمول څو کسان ووژل شول .
ګرانو لوستونکو اوس به د کابل چاپ د ځینو مهمو ورځپاڼو سرټکی درته وړاندې کړو .
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د رأیو بیا شمېرنې او له وسلهوالو طالبانو سره د سولې په تړاو لیکنې او تبصرې چاپ کړې دی.
سرخط ورځپاڼې لیکلی، په هېواد کې د روانې جګړې د پای او سولې ته د رسېدو په برخه کې چې کله هم یو مثبت ګام اخیستل شوی، طالبانو د هرکلی پر ځای ورته په تاوتریخوالی ځواب ورکړی.
د سرمقالې د لیکوال په باور، هر کله چې افغان حکومت طالبانو ته د سولې وړاندیز کړی او هغوی یې د جګړې پر ځای د سولې مېز ته رابللی، دغې ډلې په تاوتریخوالی لاس پورې کړی او د افغان حکومت، امریکا او نورو سیمهییزو او نړیوالو هېوادونو له لوری شته فرصتونو تهیې هم ارزښت نهدی ورکړی، او اجازهیې نهده ورکړې چې د سولې په اړه د افغانانو خوبونه رښتیا شی.
په سرمقاله کې راغلی، واقعیت دا دی چې طالبان په ټوله کې خپلواک نهدی او د سیمې د ځینو هېوادونو د استخباراتو ترڅنګ، د پاکستان له لارښوونې او خوښې پرته د جګړې او سولې لپاره یو ګام هم نهشی اخیستی.
د سرمقاله لیکونکی په وینا، د درې طالب بندیانو او د افغان امریکایی پوهنتون د دوو استادانو د تبادلې په برخه کې د طالبانو له لوری رامنځته شوی خنډ او ځنډ هم د پاکستان په مستقیمه لارښوونه شوی، ځکه په خبرهیې د طالبانو په لیکو کې هم اوس بېحده اختلافات پیدا شوی او ترڅنګیې له حقانی شبکې سره هم چندانې رښتینی نهدی.
ویسا ورځپاڼې بیا لیکلی، داسې ښکاری چې د انتخاباتو او د سولې بهیر دواړه سمدستی له بن بست سره مخ شوی دی.
وړاندې راغلی، د سولې بهیر د بیا ځلې پیل لپاره د امریکایی پوهنتون د استادانو او د طالبانو د درې تنو تبادله یو ښه ګام کېدای شو چې دا پروسه هم د امریکا او طالبانو ترمنځ د بېباورۍ ښکار شوه.
هېواد دولتی ورځپاڼې بیا د رأیو د بیا شمېرنې د پیل هرکلی کړی.
وړاندې راغلی، د شکمنو رأیو د تفتیش او بیا شمېرنې بهیر ښایی یوه اوونۍ وخت ونیسی، خو د سرمقاله لیکونکی به باور دا باید په یوه اوونۍ کې اعلان شی او کنه د بیا ځنډولو زغم نور له هېچ چاسره نهشته.
د سرمقالې لیکوال سپارښتنه کوی چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون باید له انتخاباتی قانون، مقرراتو او تګلارو سره سم خپل کار مخ ته یوسی او کنه د ټاکنیزې پروسې بیا ځنډېدل به ناوړې او منفی پایلې ولری چې دا به په ټاکنیز نظام د خلکو باور لهمنځه یوسی.
د سرمقالې په پای کې راغلی، د کړکېچ رامنځته کول، د هېڅچا په ګټه نهدی او افغان مسؤلې ادارې او یوناما باید دا ومنی چې د یو شمېر کاندیدانو له لوری د ټاکنو کمېسیون یرغمل شوی او دوی باید د فشار لیرې کولو لپاره خپل مسؤلیتونه په ښه توګه ادا او د هرې هغې هڅې مخنیوی وکړی، کوم چې د خلکو رأیې بېارزښته کوی.