د ایټمی موافقې د ژمنتیاؤکمیدا د ایران دګټوترتامین پورې دوام لری
عراقی ټینګار کړی په جامعې نړیوالې ا یټمی موافقې کې دخپلو درستو یا لږو ژمنتیاؤ د درولو لپاره ایران حق په رسمیّت پیژندل شوی او هغه څه چې ایران تر دې دمه ترسره کړی دی،د نړیوالې ایتمی موافقې خلاف ورزی نه شمیرل کیږی .
زمونږخبریال راپور راکړ د ایران مرستیال خارجه وزیر عباسعراقچی په یول څرګندونو کې وئیلی دی،د ایران د اسلامی جمهوریت د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې د ژمنتیاؤ کمیدا د دغې نړیوالې ایټمی موافقې کې د ایران دحقوقو په چوکاټ کې ترسره کیږی او د ایران د ګټو د تامینیدا تر وخت پورې به دوام ولری .
سیدعباس عراقچی پرون دهالینډ له خارجه وزیر سټف بلوک سره په کتنې کې په جامعې نړیوالې ایتمی موافقې کې د خپلو ژمنو د اجرا په باب د اروپا په بې عملۍ په نیوکو سره او همداراز د دغې نړیوالې ایتمی موافقې د مادو په اساس د خپلو ژمنتیاؤ په کمیدا کې دایران د څلورواړو ګامونو په بیانولو سره ټینګار وکړ که اروپا د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې ساتل غواړی ، نو باید په دې زمینې کې د لګښت ورکولو ته تیاره شی .
عراقی ټینګار کړی په جامعې نړیوالې ا یټمی موافقې کې دخپلو درستو یا لږو ژمنتیاؤ د درولو لپاره ایران حق په رسمیّت پیژندل شوی او هغه څه چې ایران تر دې دمه ترسره کړی دی ، د نړیوالې ایتمی موافقې خلاف ورزی نه شمیرل کیږی .د هالینډ خارجه وزیر هم په دغې کتنې کې د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې د ساتنې په ضرورت په بیا ټینګار سره وئیلی ،هیواد ئې له روان بحران څخه د وتلو دحل لارې دپیدا کولو لپاهر د فرانسې دنوښت ملاتړ کوی . سید عباس عراقچی د هالینډ اوا یران د سلامشورو په دریمې غونډې کې د ګډون لپاره هیګ ته تللی دی .