امریکادې ځان د نړۍپولیس مین نه جوړوی
د اسلامی ایران ولسمشر ددې خبرې په کولو سره چې امریکا په بندیزونو سره خپلو سپیرو موخو ته نشی رسیدلی زیاته کړې ، د ایران ملت داسې لوی ملت دی ، چې له دغه ډول دباؤنو او اړمونو نه ویریږی . اسلامی ایران ولسمشر ددې خبرې په کولو سره چې دجامعې نړیوالې ایټمی موافقې له مینځه تلل به د نړۍ په تاوان وی ،روښانه کړې ،له جامعې نړیوالې ایټمی موافقې د امریکا له وتلو او د اروپایانو له بدعهدیو سره سره ، ایران هماغه راز په دغې نړیوالې ایټمی موافقې کې خپلو ژمنو ته پابند دی .
زمونږخبریال راپورراکړ د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی نن په تهران کې د آسټریلیا له نوی سفیرې میرمن لیڼدل جین سکز سره په کتنې کې په دې خبرې په ټینګار سره چې امریکا دې پوهه شی ، دنړۍ مشره نه ده او یوه هیواد دنورو هیوادونو په شان وی ټینګار وکړ، د امریکابندیزونه د نړیوالو مقرراتو اوپریکړو په ضد یوه ستره سیاسی ،اقتصادی تیروتنه او سپیرۀ اقدام دی .
ډاکټر حسن روحانی دمیرمن لینډل جین سکزد باؤرلیک دترلاسه کولو په دستورو کې په دې خبرې په ټینګار سره چې باید اجازت ورنکړل شی ،د امریکا غیر قانونی بندیزونه د دواړو هیوادونو د ملګرتیااو پراختیا لپاره کوم خنډ شی ، ووئیل ؛ خپلواکه هیوادونه باید د امریکا د غیر قانونی اقداماتو په وړاندې ودریږی .
د اسلامی ایران ولسمشر ددې خبرې په کولو سره چې امریکا په بندیزونو سره خپلو سپیرو موخو ته نشی رسیدلی زیاته کړې ، د ایران ملت داسې لوی ملت دی ، چې له دغه ډول دباؤنو او اړمونو نه ویریږی . اسلامی ایران ولسمشر ددې خبرې په کولو سره چې دجامعې نړیوالې ایټمی موافقې له مینځه تلل به د نړۍ په تاوان وی ،روښانه کړې ،له جامعې نړیوالې ایټمی موافقې د امریکا له وتلو او د اروپایانو له بدعهدیو سره سره ، ایران هماغه راز په دغې نړیوالې ایټمی موافقې کې خپلو ژمنو ته پابند دی .
په تهران کې د آسټریلیا نوی سفیرې میرمن لینډل جین سکز هم په دغې کتنې د خپل باؤر لیک په سپارلو سره ووئیل د ایران او آسټریلیا د اقتصادی اوتجارتی اړیکو پراختیا د دواړو هیوادون ودملګرتیاؤ او مناسباتو د پراختیا لپاره مناسبې زمینې رامینځةکولی شی،آسټریلیا له جامعې نړیوالې ایتمی موافقې ملاتړد کوی او درست باید په نړیوالې ایټمی موافقې کې خپلو ژمنو ته پابنده ووسی .