بلواګر د دښمانانو د پروګرام اجراکونکی وو
زمونږ خبریال وایی د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی په هیواد کښې د پیټرولو د بیو د مدیریت د پلان له اجرا وروسته رامینځته شویو مسائیلو ته په اشارې سره وویل وسله وال او منظم شوی بلواګر د ایران پرضد د سیمې د عربو مرتجعو رژیمونو د صهیونیسټ رژیم او د امریکا د پروګرام اجرا کونکی وو .
هغه نن د کابینې غونډې ته په وینا کښې په دې خبرې سره چې د ایران خلک له یوه (۱) بل تاریخی ازمیښت څخه سرلوړی راووتل وویل هغه هیوادونه چې د ایران د اسلامی جمهوریت ته د ګوزار د ورکولو پلان یې جوړ کړی وو په تیرو دوو(۲) کلونو کښې په نویو بایکاټونو او زیاتو دباونو سره غوښتل د ایران خلک د حکومت پرضد راپاڅوی خو د ایران دخلکو په هوښیارۍ سره یوځل بیا ناکامه شول .
د ایران ولسمشر حسن روحانی د ایران دخلکو او د اسلامی انقلاب دستر لارښود د څرګندونو په درنښت کولو سره وویل د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای په خپلو حکیمانه څرګندونو سره په کامل ډول دهیواد دخلکو لارښونه وکړه او حقیقتونه یې بیان کړل .
هغه په دې خبرې ټینګار سره چې دا د ایران د ملت لپاره ستر بریالیتوب دی وویل د هیواد په بیلابیلوښارونو کښې د خلکو سترې غونډې او لاریونونه د نړۍ خلکو ته د ایران له اسلامی جمهوریت سره د خلکو د پیوستون ، اتحاد ، هوښیارۍ او قدرت وښود .
د ایران ولسمشر دغه راز له هغو کورنیو سره چې خپلوان یې د بلواګرو کسانو په وروستیو پیښو کښې شهیدان شوی وو د خواخوږۍ په اعلانولو سره په هیواد کښې د ملی امنیت له ګډوډونکو سره په پریکنده چلند ټینګار وکړ .