د رهبري خبرګانو شورا امریکې او د هغې انډیوالانو ته خبرداری ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i86059-د_رهبري_خبرګانو_شورا_امریکې_او_د_هغې_انډیوالانو_ته_خبرداری_ورکړ
د رهبرۍ د خبرګانو شورا په بیانیه کښې د ایران په اسلامي جمهوریت کښې د ځینو کشالو د رامینځته کونکو عواملو په توګه امریکې، د اسرائیلو رژيم، آل سعود واکمنانو او سلطنت غواړو ته خبرداری ورکړی شوی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 23, 2019 04:21 Asia/Kabul
  • د رهبري خبرګانو شورا امریکې او د هغې انډیوالانو ته خبرداری ورکړ

د رهبرۍ د خبرګانو شورا په بیانیه کښې د ایران په اسلامي جمهوریت کښې د ځینو کشالو د رامینځته کونکو عواملو په توګه امریکې، د اسرائیلو رژيم، آل سعود واکمنانو او سلطنت غواړو ته خبرداری ورکړی شوی دی.

د رهبرۍ خبرګانو شورا پرون د منافقینو له ترهګرۍ ډلګۍ او په ایران کښې د سونګو د مدیریت د طرحې په اجرا باندې د اعترا په پلمه د یوشمیر فرصت طلبو له تاوتریخوالي د دښمنانو ملاتړ ته په اشارې سره هر ډول لانجه جوړل او په عمومي او خصوصي ځایونو باندې تیری او د مذهبي ودانیو خرابول وغندل.

د رهبرۍ خبرګانو شورا په دغه بیانیه کښې د درې ګونو قواؤ د مشرانو د مصوبې د تایید په هکله د انقلاب د معظم رهبر له څرګندونو د خپل ملاتړ په اعلانولو سره د فتنه پالو او غولیدلو کسانو د لانجه مارۍ په غندلو کښې د ایران د خلکو د بصیرت او موقعیت پیژندنې قدرونه وکړه.

دغې شورا هم داشان د ایران د اسلامي جمهوریت له حکومت او پارلیمانه وغوښتل چې د نویو اقتصادي ستونزو او د ضروري شیانو د ګرانیدو د مخنیوي لپاره تابیاوې وکړي.