ایران به د بلواګرو ملاتړو ته ځواب ورکړی
Nov 23, 2019 10:33 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وایی د اسلامی ایران د ولسمشر لومړی مرستیال اسحاق جهانګیری نن وویل که چیرې ثابته شی د سیمې عربو هیوادونو په ایران کښې د بلواو په رامینځته کولو کښې رول لرلی دی نو حتما به سخت ځواب ترلاسه کړی .
هغه وویل د سیمې عرب هیوادونه باید په ډیر ادب او احترام سره له ایران سره چلند وکړی ګڼی ایران به دوې ته ځواب ورکړی .
د اسلامی ایران د ولسمشر لومړی مرستیال اسحاق جهانګیری په دې خبرې سره چې امریکا اراده لرله د بایکاټ په لګولو سره دایران اقتصاد تباه کړی خو بریالۍ نشوه ډاګینه کړه د ایران پرضد د بایکاټونو په لګولو کښې د امریکا له ناکامۍ وروسته واشنګټن هڅه وکړه د ناامنۍ په رامینځته کولو سره د ایران اسلامی جمهوریت ته ګوزار ورکړی چې په دغه دسیسې کښې هم ناکامه شوه .
ټیګونه