د ایران او د افغانستان د ملګرتیا په هکله غور وشو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i86170-د_ایران_او_د_افغانستان_د_ملګرتیا_په_هکله_غور_وشو
زمونږ خبریال وایی د ایران د حاجیانو سرپرست او د قبایلو او د قومونو په چارو کښې د افغانستان د ولسمشر سلاکار وزیر د حج او د زیارت په چارو کښې د دوه اړخیزه ملګرتیا د پراختیا په لارو چارو غور وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 28, 2019 01:55 Asia/Kabul
  • د ایران او د افغانستان د ملګرتیا په هکله غور وشو

زمونږ خبریال وایی د ایران د حاجیانو سرپرست او د قبایلو او د قومونو په چارو کښې د افغانستان د ولسمشر سلاکار وزیر د حج او د زیارت په چارو کښې د دوه اړخیزه ملګرتیا د پراختیا په لارو چارو غور وکړ .

د ایران د حاجیانو سرپرست او د حج او د زیارت په چارو کښې د ولی فقیه استازی سید عبدالفتاح نواب پرون په تهران کښې د قبایلو او د قومونو په چارو کښې د افغانستان دولسمشر له سلاکار وزیر وحید الله سباوون سره په کتنې کښې دې خبرې ته په اشارې سره چې د ایران په شمول په خارجی هیوادونو  کښې د افغانستان په میلیونو ښاریز ژوند کوی او هغوې حج ته تلل غواړی  وړاندیز وکړ له عربستان سره د افغانستان د حج د چارو د مسولانو په تعاملاتو کښې دغو کسانو ته د حج د ونډې د بیلولو خبره مطرح شی .

عبدالفتاح نواب دې ته په اشارې سره چې له قانونی لارو چارو په استفادې سره هرکال  د حسینی اربعین په مراسمو کښې په ایران کښې د هستوګنه لسګونو  زره افغان ښاریزو د ګډون لپاره اسانتیاوې برابرې شوی دی وویل هرکال د افغانستان د زیارتوالو یوشمیر کاروانونه د ټرانزیټ په بڼه د ایران له خاورې په تیریدا سره د عراق زیارتونو ته ورځی .

د حج  او د زیارت په چارو کښې د ایران د ولی فقیه استازی سید عبدالفتاح نواب دغه راز د مسلمانانو په اتحاد ، ورورګلوۍ او پیوستون باندې په ټینګار سره وویل استکبار په مسلمانانو کښې د اختلاف په اچولو او د ورور وژنې په  رامینځته کولو سره د اسلامی هیوادونو د ویشلو هڅه کوی چې وکولای شی هغوې تر خپلې سلطې لاندې ورولی .

د قبایلو او د قومونو په چارو کښې د افغانستان د ولسمشر سلاکار وحید الله سباوون هم په دغه کتنې کښې د دواړو هیوادونو تاریخی او کلتوری ګډولو ته په اشارې سره وویل افغانستان به د ایران مرستې هیرې نکړی .

سباوون په بیلابیلو زمینو کښې د ایران پرمختګونو ته په اشارې سره وویل افغانستان د ایران  له اسلامی انقلاب ، د ایران له اسلامی جمهوریت او اسلامی کلتور سره ځانګړی دلچپسی لری او له تهران سره د ملګرتیا د دوام غوښتونکی دی .