ارمنستان،د اورآسیا داقتصادی ټولنې او ایران ارتباطی پَل
له اورآسیا اقتصادی ټولنې سره د ایر ان په یوځای کیدا سره،ددغه مهم اقدام یوه میاشت تیریږی،او د ایران او ددغې ټولنې د غړو هیوادونو ترمینځ د دوو او څو اړخیزو اقتصادی ملګرتیاؤ لپاره نوی فرصتونه برابر شوی دی .
د اورآسیا د اقتصادي ټولنې غړو هیوادونو ته د ایران د تولیدي شیانو د لازیاتې معرفئ او آسانې منتقلیدا په موخې سره،په ارمنستان کې د ایران او اورآسیا تجارتي مرکز جوړیږي .
د ارمنستان دتجارتي کوټې مشر مارتین سرګسیّن نن په تهران کې د ایران د تجارتي ،صنایعو،کانونو او کرهڼيزو چارو د کوټې له مشر غلام حسین شافعي سره په کتنې کې ووئيل ،ایراني شرکتونه ارمنستان ته د خپل تولید د کرښې د ځينو برخو په منتقلولو سره،خپل تولیدات د کسټم له لګښت پرته، د اورآسیا بازار ته صادورلی شي .
له اورآسیا اقتصادي ټولنې سره د ایر ان په یوځاي کیدا سره،ددغه مهم اقدام یوه میاشت تیریږي،او د ایران او ددغې ټولنې د غړو هیوادونو ترمینځ د دوو او څو اړخیزو اقتصادي ملګرتیاؤ لپاره نوي فرصتونه برابر شوي دي .
د ایران او اورآسیا دټولنې د غړو ترمینځ موجود مشترکات او له ټولو لامهم ،نزدې جغرافیائي موقعیّت،ددغو هیوادونو لپاره یو نوی سیمه ایز بازار برابر کړی دی څو دواړه لوري د یوه بل په ملګرتیا سره د شمال –جنوب کریډور سره یوځاي شي .
له دې مخکې،د قزاقستان په آستانې ښار کې د تیر مئ میاشت په اولسمه نیټه د ایران د اسلامی جمهوریت او د اورآسیا اقتصادي ټولنې ترمینځ د تجارت د آزادې سیمې د جوړیدا موافقه لاسلیک شوې ده .
په اورآسیا اقتصادي ټولنې کې د روسیې ،قزاقستان، ارمنستان او سپينې روسیې پنځه هیوادونه شامل دي او د لاسلیک شوي موافقې په چوکاټ کې دغو هیوادونو ته د ایران ۵۰۲صادراتي شیان له ترجیحي ټيرفه برخمن شوي دي .
له اوورآسیااقتصادي ټولنې سره د اسلامی ایران یو ځاي کیدا،ددغې ټولنې له پنځو هیوادونو سره د ا قتصادي راشه دیرشه او مبادلاتو د پراختیا په موخې سره د ایرانیو تاجرانوو لپاره ښه فرصت او نوی بازار پرانیستی دی.
دغه نوی فرصت د ایرانیو تاجرانو لپاره نور نوي ارتباطات برابروي څود اوورآسیا د اقتصادي ټولنې په بازار کې پر شتون سربیره ، له نورو اقتصادي سیمو سره ددغې ټولنې د پنځو غړو له ارتباط سره په یو وخت په نورو نوو بازارونو کې هم شتون ولري .
په دغه شان شرائطو کې په ارمنستان کې د ایران او اورآسیا دتجارتي مرکز جوړیدا دوه چنده معنا پیدا کوي،ځکه چې د دواړو هیواددونو د ښو ا ړیکو او له ارمنستانه د ایرانیو شیانو د صادراتو لپاره د کسټم دلګښت دحذفیدا په سبب به،د اورآسیا اقتصادي ټولنې ته د ایرانیو شیانو دمنتقلولو بهیر آسان شي .
د ایران له درې اتیا میلیوني نفوسي بازار سره د اورآسیا داقتصادي ټولنې د غړو هیوادونو له یو سل ا تیا میلیوني بازار ارتباط،په فارس خلیج او عمان سمندر کې د جنوب بازارونو ته د ا یران له لارې ددغې ټولنې د پنځو غړو ارتباط او نوو بازارونو ته د ایرانیو شیانو دمنتقلولو لپاره مهم ارتباط دی .
د سیمه ایزو بازارونو ارتباط له ګډې حوزې سره د هیوادونو په وړاندې یو نوی فرصت برابروي او په دغه شان فضا کې،د ایران او ارمنستان ښه ملګرتیاوې د ایران او اورآسیا د اقتصادي ټولنې په اړیکو کې د بدلانه پيچومی دی .
ارمنستان نوو اقتصادي بازارونو ته د ایران د واریدیدو او ایران هم نورو اقتصادي سیمو ته د اورآسیا د اقتصادي ټولنې د غړو هیوادونو د واریدیدو دروازه ده،په بله معنا،ایران او ارمنستان د شمال –جنوب کریډور د ارتباطي پلۀ حیثیّت لري .